مزارشريف (پژواک، ۱۸ کب ۹۴): د بلخ دولتي او امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف كې يې د نوي كال د جشن د نمانځنې او د جنډې د پورته كېدو د مراسمو لپاره د تېرو کلونو په پرتله جدي امنيتي تدابير نيولي دي.
هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو کې نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت ماب جنډه پورته کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د کب په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ۱۳۹۵ لمريز کال د نوروز جشن د ترسره کېدو په موخه د ځانګړو امنيتي تدابيرو پلان چمتو او د کب مياشتې له لومړيو يې د عملي کېدو چارې يې پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اداروو ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.
د هغه په وينا، د نوروز جشن لپاره سږنی امنيتي چمتوالی د تېرو کلونو په پرتله خورا توپير لري او په پوره جدي توګه يې د عملي کېدو چارې روانې دي.
فرهاد وويل چې له تېرو دوو ورځو د بلخ ولايت په ځينو سيمو کې د سرپرست والي عطامحمد نور په رهبرۍ عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ دغه عمليات د بلخ ولايت په کشندې او زارې ولسواليو کې پر مخ ځي چې تر دې دمه په کې ۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او۷ ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د ښار شاوخوا يې امنيتي كمربندونه او شريدونه زيات کړي چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.
د بلخ د امنيې قومانداني وياند شېرجان دراني وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا ټولې سيمې د کب مياشتې له لومړيو تر څار او کنټرول لاندې دي.
نوموړي زياته کړه چې د مزار- شبرغان او مزار- کابل پر لويو لارو ځای ځای سترې امنيتي پوستې او فرعي کمربندونه جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، د مزار- شبرغان پر لويه لارې، هره فرعي پياده او سپره لاره چې له سړک سره نښتې؛ فرعي پوستې يې پر وړاندې لګېدلې دي.
همداراز د مزار- کابل پر لويه لاره هم ورته فرعي پوستې لګېدلې دي.
درانی وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا شاديان دښتې، کمپيرک ښارګوټي، نهرشاهي ولسوالۍ او ان تر البرز غرونو پورې امنيتي پوستې او کمربندونه لګېدلي دي.
نوموړي زياته کړه چې روضې ته نږدې امنيتي کمربندونو کې پوليس پرته له وسلې د امنيت د ټينګښت چارې پر مخ وړي چې خلکو ته ډاډ امنيت تصوير ښودلو ښه بېلګه ده.
د هغه په وينا، د جشن په ورځ د امنيت په موخه د روضې د دوه كيلومترۍ شاوخوا موټرو ته د ګرځېدو اجازه نشته.
دراني وويل چې د روضې د جنډې د پورته كېدو له مراسمو څخه وروسته به، موټرو ته په ياد شوي واټن كې د ګرځېدو اجازه وركړل شي.
نوموړي زياته کړه چې له همدې ګړۍ د ښار په کمربندونو کې په پوره توګه تلاشۍ پيل شوې دي، له همدې امله يې له خلكو څخه هيله وكړه، چې مزار ښار ته د ننوتو پر مهال دې د پوليسو د تلاشۍ له امله خوا بدي نه شي، ځكه چې دوى د جشن د لا ښه امنيت په موخه اړ دي ، چې دا کار وکړي .
نوموړي زياته کړه چې د شمال له ډېرى امنيتي ادارو سره يې د نوي كال د جشن د امنيت د ټينګښت په موخه اړيكې نيولې دي.
د هغه په وينا، له اوس څخه د مزارشريف ښار د كشفي ارګانونو تر پوښښ لاندې راغلی دی.
د مزاشريف ښار اوسېدونکي هم له تېرې يوې اونۍ په دغه ښار کې د کلکو امنيتي تدابيرو پخلی کوي او خوښ دي.
د ښار دويمې ناحيې اوسېدونکي شفيع الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو په ښار کې د امنيتي پوليسو رغنده چارې تر سترګو کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د شمال وروستيو نا امنيو خلک يو څه اندېښمن کړي؛ خو په ښار کې نيول شوي امنيتي تدابير پر امنيتي پوليسو د خلک باور زيات کړی او تمه يې پيدا شوې ده.
د هغه په وينا، که امنيتي تدابير همداسې جدي ونيول شي نو ډاډه دي چې د جشن مراسم به ښه ترسره شي.
شفيع الله له نورو ولايتونو مزارشريف ښار ته خلکو راتګ په اړه وويل چې د کال په وروستۍ اونۍ کې د خلکو راتګ زياتېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










