Language

احمد فريد: روږدېدنې کورنۍ او خلکو ته منفور کړی يم

کندوز (پژواک، ١٩ کب ٩٤): "د کورنۍ او خلکو په منځ کې ځاى نه لرم، هيروينو مې ژوند تباه کړى، غواړم چې نور له دغه مصيبته ځان وژغورم."

دا د احمد فريد خبرې دي چې د کندوز ښار د درېيمې ناحيې د چهل دختران غونډۍ تر څنګ په يوه چټل ځاى کې هيروين کاروي.

نوموړى د هغو ٣٠ روږدو وګړو له ډلې دى چې د نشه يي توکو کارونې ترې د  ژوند معنا اخيستې ده.

په دې وروستيو کې دا ساحه د روږدو د ټولېدنې پر ځاى بدله شوې چې ټول په کې په پنځه يا شپږ کسيزو ډلو کې را غونډېږي او تر څادرونو لاندې بېلابېل نشه يي توکي کاروي او په ساحه کې بد بوى خور وي.

فريد هم يو له دې کسانو دى چې چټلې جامې او نا منظم وېښته يې د روږدېدنې څرګندويه نښه ده. دى وايي چې له پنځو کلونو راهيسې دا کار کوي او له هغه مهاله  يې کورنۍ شړلى، اوس يې د کورنۍ ترڅنګ خپلوان هم نه غواړي چې ده ته ورنږدې شي او مخ يې ترې اړولى دى.

دغه ٣٠ کلن ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې خمار پاتې يم، څوک خيرات راکوي او يا هم غلا کوم، يا څوک په برچه وهم، بالاخره يو څه پيدا کوم، هېڅ چاره نه شته چې څه پيدا نه کړې، خپله مې هم خلک وهلي او کورنۍ مې هم زما له لاسه ښه ورځ نه لري او ما په کور کې نه پرېږدي.))

نوموړي کورنۍ له مور، پلار، يوه ورور، مېرمنې او درېيو اولادونو جوړه ده او وايي چې په ايران کې روږدى شوى، کله به چې له کاره ستړى شو، له خپلو ملګرو سره چې پخوا روږدي وو، دې کار ته مخه کړه.

احمد فريد زياته کړه، کله چې نشه يي توکي ونه کاروي، وجود يې سخت خارښت کوي او فکر کوي چې شايد ومري، خو کله چې هيرويين وکاروي، نو بېرته د ارام او راحت احساس  کوي.

هغه وويل: ((کله چې هيرويين ووهم، يوې بلې نړۍ ته ځم ، د هېچا کيسه کې نه وم او کله چې بېرته په حال شم، پښېمانه کېږم چې ولې دا لعنتي نشه نه پرېږدم.))

دغه روږدي وويل چې دولت يې تر اوسه درملنې ته پاملرنه نه ده کړې او هغه کسان نه نيسي چې د چايو او بورې په څېر نشه يي توکي پلوري او ځوانان روږدي کوي.

هغه وويل چې نشه يي توکو د کندوز ښار له لاس پلورونکو اخلي، خو په دې اړه يې ورته د هيروينو د راوړونکو نوم ياد نه کړ. فريد وويل چې کله پيسې ونه لري، اړ کېږي چې هر ډول غير قانوني کار ترسره کړي.

خلک او هټۍ وال هم شکايت کوي چې په ځينو سيمو کې روږدي غلاوې کوي او له کورونو توکي او مالونه غلا کوي.

login or register a new account.