منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

احمد فريد: روږدېدنې کورنۍ او خلکو ته منفور کړی يم

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کندوز (پژواک، ١٩ کب ٩٤): "د کورنۍ او خلکو په منځ کې ځاى نه لرم، هيروينو مې ژوند تباه کړى، غواړم چې نور له دغه مصيبته ځان وژغورم."

دا د احمد فريد خبرې دي چې د کندوز ښار د درېيمې ناحيې د چهل دختران غونډۍ تر څنګ په يوه چټل ځاى کې هيروين کاروي.

نوموړى د هغو ٣٠ روږدو وګړو له ډلې دى چې د نشه يي توکو کارونې ترې د  ژوند معنا اخيستې ده.

په دې وروستيو کې دا ساحه د روږدو د ټولېدنې پر ځاى بدله شوې چې ټول په کې په پنځه يا شپږ کسيزو ډلو کې را غونډېږي او تر څادرونو لاندې بېلابېل نشه يي توکي کاروي او په ساحه کې بد بوى خور وي.

فريد هم يو له دې کسانو دى چې چټلې جامې او نا منظم وېښته يې د روږدېدنې څرګندويه نښه ده. دى وايي چې له پنځو کلونو راهيسې دا کار کوي او له هغه مهاله  يې کورنۍ شړلى، اوس يې د کورنۍ ترڅنګ خپلوان هم نه غواړي چې ده ته ورنږدې شي او مخ يې ترې اړولى دى.

دغه ٣٠ کلن ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې خمار پاتې يم، څوک خيرات راکوي او يا هم غلا کوم، يا څوک په برچه وهم، بالاخره يو څه پيدا کوم، هېڅ چاره نه شته چې څه پيدا نه کړې، خپله مې هم خلک وهلي او کورنۍ مې هم زما له لاسه ښه ورځ نه لري او ما په کور کې نه پرېږدي.))

نوموړي کورنۍ له مور، پلار، يوه ورور، مېرمنې او درېيو اولادونو جوړه ده او وايي چې په ايران کې روږدى شوى، کله به چې له کاره ستړى شو، له خپلو ملګرو سره چې پخوا روږدي وو، دې کار ته مخه کړه.

احمد فريد زياته کړه، کله چې نشه يي توکي ونه کاروي، وجود يې سخت خارښت کوي او فکر کوي چې شايد ومري، خو کله چې هيرويين وکاروي، نو بېرته د ارام او راحت احساس  کوي.

هغه وويل: ((کله چې هيرويين ووهم، يوې بلې نړۍ ته ځم ، د هېچا کيسه کې نه وم او کله چې بېرته په حال شم، پښېمانه کېږم چې ولې دا لعنتي نشه نه پرېږدم.))

دغه روږدي وويل چې دولت يې تر اوسه درملنې ته پاملرنه نه ده کړې او هغه کسان نه نيسي چې د چايو او بورې په څېر نشه يي توکي پلوري او ځوانان روږدي کوي.

هغه وويل چې نشه يي توکو د کندوز ښار له لاس پلورونکو اخلي، خو په دې اړه يې ورته د هيروينو د راوړونکو نوم ياد نه کړ. فريد وويل چې کله پيسې ونه لري، اړ کېږي چې هر ډول غير قانوني کار ترسره کړي.

خلک او هټۍ وال هم شکايت کوي چې په ځينو سيمو کې روږدي غلاوې کوي او له کورونو توکي او مالونه غلا کوي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي انور جي وويل: ((کله چې د کور دروازه پرانيستې وي، روږدي غلي ور ننوځي او څه چې د حويلۍ مخکې وي، له ځان سره يې وړي.))

هغه زياته کړه چې د ده له کور يې څه نه دي وړي، خو څه موده وړاندې يې د ګاونډي له کوره ٩ پسونه او د کور لوازم غلا کړل.

خو روږدي بيا بېوزلي، وزګارتيا او کمزورى اقتصاد د خپلې روږدېدنې لامل بولي او د درملنې د مهجزو  مرکزونو له نشتوالي شکايت کوي.

عبدال محمد چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې پر نشه يي توکو روږدى دى، په دې اړه يې وويل: ((ايران ته تللى وم، وزګار وم، هلته به چې کله وزګار شوم نو ملګرو مې هيرويين کارول، ما ته يې هم راکړل او اوس روږدى يم.))

هغه څرګنده کړه چې په کندوز ښار په ازاد ډول نشه يي توکي ترلاسه کوي، خو دولت د ځوانانو لپاره د کار زمينه نه ده مساعده کړې او د روږدو درملنه نه کوي.

په کندوز کې د يوه روږدې ورور شکيب وويل چې ورور يې وزګار و او د ځينو ناخلفه ځوانانو له خوا پر نشه يي توکو روږدى شو.

هغه زياته کړه: ((د ورور دغه عمل مې په قوم او خپلوانو په منځ کې سرټيټي کړي يو، ورور مې فرصت ته په کتو سره د کور هر ډول وسايل له کوره باسي او بهر يې په ناڅيزه بيه پلوري او په پيسو يې هيرويين اخلي.))

شکيب زياته کړه په همدې سبب يې ورور له کوره شړلى او خپل ټول وخت له کوره بهر د خپلو پوډري ملګرو سره تېروي.

دغه ځوان وويل: ((نور مې ورور له ټولنې لرې شوى، له قوم سره راشه درشه نه لري، دا ټول د نشه يي توکو د کارولو پايله ده.))

ځايي چارواکي هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې  د روږدو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوى دى.

د کندوز ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر عبدالصبير مرشد وويل چې اوس کومه سروې نه ده شوې، خو د تېر کال د شمېرو له مخې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠ زره روږدي شته چې کره نه دي او د ځايي او ولسي سرچينو نه راټول شوي معلومات څرګندوي چې دا شمېره پنځه سلنه لوړه شوې ده.))

د هغه په خبره، د دغو روږدو ٢٥ سلنه ښځې، ماشومان او پاتې نور يې نارينه او په ځانګړي ډول ځوانان دي چې تر ډېره له هيروينو، ترياکو او چرسو نه کار اخلي.

مرشد وويل چې ډېر روږدي په کلا زال ولسوالۍ کې دي چې اکثره يې ښځې دي، دوى غالۍ اوبي او د دې لپاره چې ښه کار وکړي، ترياک خوري او حتى د خپلو ماشومانود ژړا د مخنيوي لپاره هغوى ته هم ترياک ورکوي چې دا يوه خطرناکه ستونزه ده او کله چې ماشوم لوېږي، نو روږدى وي.

د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي وويل چې د کندوز ښار په بېلابېلو سيموکې  د قومي مشرانو او مخورو پر مټ  د دوى ترسره شوې  څېړنې او سروې ګانې څرګنوي چې په روان کال کې د روږدو شمېر لوړ شوی دی.

ايوبي زياته کړه چې تېر کال په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠ روږدي وو، خو اوسمهال يې شمېر زياته شوی دی. هغه د روږدو د شمېر ډېرېدو لامل وزګارتيا، بېوزلي او د دولت د جديت نشتوالى بولي او له دولت غواړي چې د روږدو د درملنې لپاره يو مجهز روغتون جوړ کړي.

مدني فعالان هم د دغه وضعيت په اړه اندېښمن دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي او مدني فعال ذبيح الله مجيدي وويل: ((له وېرې د خپل کور دروازه يوه دقيقه هم پرانيستې نه شم پرېښودلى، کله چې ماشومان ښوونځي ته بيايم، خپله يې رسوم؛ ځکه چې ماشوم له روږدو وېرېږي.))

هغه وويل چې دولت بايد لومړى د نشه يي توکو روږدي ونيسي، څو د هغو کسانو مخنيوى وشي چې په ښار کې نشه يي توکي پلوري  او په دويم قدم کې دې په روغتونونو کې د روږدو درملنه وکړي او د کار زمينه دې ورته مساعده شي.

مجيدي خبر دارى ورکړ: ((که چېرې د روږدو په اړه جدي اقدام ونه شي، نو شايد په راتلونکي کې همدا کسان د دولت پر وړاندې په ستره ګواښ بدل شي.))

خو په کندوز کې د روږدو لپاره د ٥٠ بستريز روغتون مشر عبدالقدوس مياخېل وويل چې د  دولت له لوري د ټاکل شوي نورم له مخې د عامې روغتيا وزارت هر کال په دغه روغتون کې د شاوخوا ٤٠٠ روږدو درملنه کوي.

هغه زياته کړه: ((په درېيو برخو کې د روږدو درملنه کوو، لومړى يې په  بستر دننه درملنه ده چې روږدې ته د ژوند او روغتيايي اسنتياوو په برابرولو سره د هغوى درملنه کوو، دويم يې عمومي درملنه ده او په کې د هغو ناروغانو درملنه کېږي چې بسترېدل نه غواړي. دوى روغتون ته راځئ او د لازمې مشورې او درملو له تجويز وروسته رخصتېږي او د روغتيايي وضعيت تر ښه کېدو پورې د روغتون د ډاکترانو تر څارنه لاندې وي.))

په درېيمه برخه کې د روغتون ګرځنده ډلې د روږدو د استوګنې ساحو او کلو ته ورځي، د هغوى علاج کوي، هر کال په دې درېيو برخو کې د روغتون له خوا د شاوخوا زرو روږدو درملنه کېږي.

د روږدو د ٥٠ بستريز روغتون مشر وويل چې په دغه روغتون کې د روږدو درملنه له نوو معيارونو سره په وړيا ډول ترسره کېږي.

خو ډاکتر مياخېل په ډاګه کړه: ((دا روغتون د څه باندې ٣٠ زره روږدو لپاره بسنه نه کوي او اړينه ده چې بسترونه يې زيات شي.))

په ١٣٩٣لمريز کال کې د روږدو د درملنې لپاره ودانۍ جوړه شوه چې په جوړېدو سره يې بسترونه له ٢٠ نه ٥٠ ته لوړ شوي دي.

د روغتون مشر زياته کړه: ((موږ د انتظار لېست لرو، کله چې بستر وزګار شي، نو منتظر کس د بستر کېدو لپاره راولو، خو د انتظار کسانو کره شمېره نه لرو.))

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د روږدو د ډېرېدو يو لامل دادى چې نشه يي توکي د کندوز په لارو او کوڅو کې په پرېمانه او ارزانه ډول موندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ څه باندې سلو ديني عالمانو په کندوز ښار کې په يوه مشورتي ناسته کې وويل چې الکولي څښاک او نشه يي توکي هم د هيرويينو اوترياکو په څېر د کندوز ښار د امام صاحب بندر په کوچه حوض کې په ښکاره ډول پلورل کېږي او پوليسو يې د عاملو د نيولو توان نه لري.

همدارنګه ځينو ځوانان د جمعې ورځو له غرمې وروسته د کندوز به دشت ابدان تفريحي سيمه کې الکولي څښاک کاروي چې ځايي اداره يې بايد مخنيوى وکړي.

خو د کندوز امينه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سيد داوود هاشمي پژواک ته وويل چې له يوې مياشتې په کمه موده کې چې پر دې پوسټ ټاکل شوى، څه باندې ١٠ تنه يې له يوه اندازه الکولي څښاک او نشه يي توکو سره د امام صاحب بندر د کوچه حوض په ګډون د کندوز ښار په بېلابېلو  سيمو کې نيولي دي.

هغه زياته کړه چې د نشه يي توکو او الکولي څښاک پر وړاندې د دوى مبارزه پرېکنده ده او له سرغړونکو سره د قانون له مخې چلند کېږي.

هاشمي زياته کړه: ((موږ د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره ځانګړي تدابير نيولي او هېڅ څوک هم جرئت نه شى کولى چې نشه يي توکي وپلوري او که چېرته داسې وشي، نو د قانون منګولو ته يې سپارو.))

سرچينه زياته کړه چې د نشه يي توکو کښت له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهيسې په کندوز کې صفر شوى او دا ولايت هر کال د نشه يي توکو سره د مبارزه په برخه کې د ښو کړنو په سبب هر کال  له دولت څخه يو ميليون ډالر تر لاسه کړي، خو ځينې مافيايي کړۍ شته چې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره د نشه يي توکو قاچاق ته مخه کوي.

يوه تازه سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د روږدو او نشه يي توکو د بېلابېلو کاروونکو شمېره د ٢٠١٢ کال په پرتله له ١.٦ ميليون نه ٣ ميليون کسانو ته لوړه شوې ده.

دا سروې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتيا وزارتونو له خوا د امريکا د بهرنيو چارو  وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې و قانون نافذولو ادارې په همکارۍ تر سره شوې، پر بنسټ يې د افغانستان ١١ سلنه وګړي په نشه يي توکو روږدې بلل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه