Language

د نوروز جشن لپاره بلخ ته د خلکو د تګ بهیر کمرنګه دی

مزارشريف (پژواک، ۲۵ کب ۹۴): په مزارشريف ښار کې د ۱۳۹۵لمريز کال د نوروزي جشن لپاره د چمتووالي چارې روانې دي؛ خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو ګډون په کې سره له اوسه کمرنګه برېښي.

د بلخ چارواکي وايي چې که څه هم روان موسم او د مزارشريف ښار امنيت ډاډمن دی؛ خو ممکن د شته اقتصادي ستونزو له امله د تېرو کلونو په پرتله ډېر خلک د نوروز جشن په نمانځنه کې برخه وانه خيستلی شي.

همداراز د ښار ځيني اوسېدونکي او د يو شمېر هوټلونو مسوولين هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله جشن ته د خلکو راتګ د هېڅ برابر دی.

هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز، مزارشريف ښار كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

په ياد جشن کې د لومړۍ ورځې د سخي صېب د جنډې پورته کېدو له رسمي مراسمو پرته د ښار په بېلابېلو برخو کې هنري، ادبي او صنعتي پروګرامونه عامو خلکو ته په وړيا توګه وړاندې کېږي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په څېر د ۱۳۹۵لمريز کال نوروزي جشن ته هم پوره چمتووالی لري.

نوموړي زياته کړه چې د مزارشريف ښار نفوس يو ميليون کسان دي، پر دې سربېره هر کال له هېواده بهر او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو شاوخوا يو ميليون نورو کسانو په جشن کې برخه اخيسته.

فرهاد که څه هم د پسرلني موسم او د ښار د امنيت له امله ډاډمن دی؛ خو د خلکو د اقتصادي حالت په اړه اندېښنه لري: ((ممکن د هېواد وروستيو بدلونونو له امله د خلکو شته اقتصادي ستونزې د دې لامل شي چې ډېر خلک په نوروزي جشن کې برخې اخيستو ته زړه ښه نه کړي.))

نوموړي زياته کړه چې په دولتي کچه د ۱۳۹۵کال د جشن لپاره هم د تېرو کلونو په څېر بشپړ چمتووالی لري.

login or register a new account.