مزارشريف (پژواک، ۲۵ کب ۹۴): په مزارشريف ښار کې د ۱۳۹۵لمريز کال د نوروزي جشن لپاره د چمتووالي چارې روانې دي؛ خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو ګډون په کې سره له اوسه کمرنګه برېښي.
د بلخ چارواکي وايي چې که څه هم روان موسم او د مزارشريف ښار امنيت ډاډمن دی؛ خو ممکن د شته اقتصادي ستونزو له امله د تېرو کلونو په پرتله ډېر خلک د نوروز جشن په نمانځنه کې برخه وانه خيستلی شي.
همداراز د ښار ځيني اوسېدونکي او د يو شمېر هوټلونو مسوولين هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله جشن ته د خلکو راتګ د هېڅ برابر دی.
هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز، مزارشريف ښار كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.
په ياد جشن کې د لومړۍ ورځې د سخي صېب د جنډې پورته کېدو له رسمي مراسمو پرته د ښار په بېلابېلو برخو کې هنري، ادبي او صنعتي پروګرامونه عامو خلکو ته په وړيا توګه وړاندې کېږي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په څېر د ۱۳۹۵لمريز کال نوروزي جشن ته هم پوره چمتووالی لري.
نوموړي زياته کړه چې د مزارشريف ښار نفوس يو ميليون کسان دي، پر دې سربېره هر کال له هېواده بهر او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو شاوخوا يو ميليون نورو کسانو په جشن کې برخه اخيسته.
فرهاد که څه هم د پسرلني موسم او د ښار د امنيت له امله ډاډمن دی؛ خو د خلکو د اقتصادي حالت په اړه اندېښنه لري: ((ممکن د هېواد وروستيو بدلونونو له امله د خلکو شته اقتصادي ستونزې د دې لامل شي چې ډېر خلک په نوروزي جشن کې برخې اخيستو ته زړه ښه نه کړي.))
نوموړي زياته کړه چې په دولتي کچه د ۱۳۹۵کال د جشن لپاره هم د تېرو کلونو په څېر بشپړ چمتووالی لري.
د هغه په وينا، د نوروز جشن د ښې نمانځنې په موخه هر كال د بلخ ولايت د مقام له خوا كمېسيون جوړېږي چې نهه كمېټې لري.
فرهاد وويل چې په دغه كمېسيون كې امنتيي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي او سينګارولو، د بيو د څارنې او كنټرول، روغتيايي او نورې كمېټې شاملې دي چې مشري يې د بلخ والي عطا محمد نور كوي.
نوموړي زياته کړه چې ډېری کمېټو خپلې چارې پيل کړې دي.
د بلخ د اطلاعاتو او كلتور رياست، د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري او د جشن د لا ښه نمانځلو په موخه يې چمتووالى نيولى دى.
د اطلاعاتو او كلتور رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر يو لړ فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه لري.
ده وويل چې د هر کال په څېر به د كب له ۲۹ مې د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.
د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره د تاجكستان، ازبكستان، هندوستان، امريكا متحده ايالاتو او ايراني سندرغاړو ته هم بلنه وركړل شوې ده.
خليق وويل چې د جنډې پورته کېدو له مراسمو وروسته په ولايت مقام کې فرهنګي غونډه ترسره شي چې په سمنک خوړلو او ملي اتڼ به پای ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه چې د نوي کال د لومړۍ اونۍ په اوږدو کې ادبي پروګرامونه، د انځورګرۍ، خطاطۍ، کتابونو او د لاسي صنايعو بېلابېل نندارتونونه هم نندارې وړاندې شي.
د مزارشريف ځينې اوسېدونکي وايي چې هر کال د نوروز جشن لپاره د هنري پروګرامونو د ليدو په موخه په تمه وي.
د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل چې د نوروز نمانځنه په مزار ښار کې د کال تر ټولو د شور او مستۍ ورځې وي.
نوموړي زياته کړه چې د جنډې پورته کېدو مراسم ځانګړی خوند لري خو دوی بيا د هنري پروګرامونو ليدو ته ډېر لېوال وي.
ميرويس وايي: ((تېر کال د بلخ پوهنتون تالار ته د کانسرت ليدو لپاره له ملګرو سره تللی وم، خوند يې وکړ.))
د بلخ د ښاروالۍ چارواكو هم، له څه مودې راهيسې د نوي كال د جشن لپاره د مزارشريف ښار د پاكوالي او د روضې د سينګارولو كار پيل كړى دى.
ښاروال يونس مقيم پژواک اژانس ته وويل چې د كب مياشتې له ۱۵مې يې د پاكولو ډلې د ښار په پاکولو بوختې دي.
د نوروز د نمانځنې په موخه د حضرت علي كرم الله وجهه روضه هم په ځانګړې توګه سينګارېږي.
د مزار ښاروال د روضې د سينګارولو په هكله وويل چې په راتلونكو څو ورځو كې به د روضې په سينګار باندې كار پيل شي.
د نوموړي په وينا، ټوله روضه به د برېښنا پر وړو وړو ګروپونو وپوښل شي او د روضې د شاوخوا سړكونو څلورلارو كې به هم همدا شان ګروپونه وځړول شي، چې د جشن په شپو كې ښار ته يوه ځانګړې ښكلا ورکوي.
مقيم زياته کړه چې د كب له لومړۍ نېټې يې د مزارشريف د ټولو هوټلونو او مسافرخانو كتنه په دې موخه پيل كړې چې هر هوټل او مسافرخانه د پاكوالي پام وساتي.
د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض چې د نوروز جشن د نمانځنې د روغتيايي کمېسیون غړی دی، پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د نوروز جشن نمانځنې په موخه روغتيايي چارې پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د كب له ۲۵مې، د وري تر ۳مې، د روضې په انګړ كې يو روغتيايي كمپ کار کوي چې په ښځينه او نارينه ډاکترانو به سمبال وي.
د هغه په وينا، په ملکي روغتون کې د جشن په اوږدو کې د روغتيايي بېړني حالتونو د کنټرول په موخه سل بسترونه چمتو کړای شوي او د لسګونو ډاکټرانو بېلابېل ګروپونه د ۲۴ ساعتونو لپاره د کار په موخه چمتو وي.
خو د شته چمتوالی سربېره هم د نوروز سږني جشن ته د تېرو کلونو په پرتله د خلکو راتګ خورا کم رنګه دی.
د روضې ختيځ لور ته د ګلزار هوټل مسوول وايي چې تر دې دمه يې ښار ته د جشن لپاره راغلی يو مسافر هم نه دی ثبت کړی.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې به دا وخت هوټلونو د جشن له راغلو مېلمنو څخه ډک و.
د هغه په وينا، سږنی جشن به د خلکو د ګډون له اړخه د تېرو کلونو په پرتله خورا کم رنګه وي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم وايي چې دا مهال به په تېرو کلونو کې په ښار د خلکو ګڼې ګوڼې د دې جشن د مستۍ او شور ګواهي ورکوله چې سږ کال يې لا نښې نه ليدل کېږي.
د مزارشريف اوسېدونکي ذبيح الله فروتن پژواک ته وويل چې د ښار واټونو ساړه دي، له نورو ولايتونو د خلکو راتګ د نشت برابر دی.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې به دا مهال د روضې شاوخوا سړکونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ترافيکي ستونزې جوړوي؛ خو سږ کال د ښار په يوه څنډه کې هم شور نشته.
د هغه په وينا، د شمال د نا امنۍ اوازو او د خلکو کمزوری اقتصاد د دې يادې کمرنګۍ لامل دی.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواك اژانس ته وويل چې په مزارشريف كې د تېر كال د نوروز جشن كې يو لړ لوړپوړو دولتي چارواكو او په دغه ښار كې د بهرنيو هېوادونو قونسلرانو هم برخه اخيستې وه.
خو زياته يې كړه، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د راتلونكي كال په دې مراسمو كې به كوم لوړپوړى چارواكى برخه واخلي.
د والي وياند وويل چې د بلخ ولايت د مقام لخوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درولو په مراسمو كې برخه واخلي.
د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د کب مياشتې له لومړۍ نېټې د مزارشريف ښار د ټولې محدودې امنيت په ښه توګه سمبال دی.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات پژواک ته وويل چې د مزار- شبرغان او مزار- کابل پر لويو لارو د دغه ولايت په حدودو کې ځای ځای لسګونه امنيتي پوستې جوړې کړای شوې چې ښار ته هر ننوتونکی پياده او سپور تر کنټرول لاندې دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










