سرپل- ميمنه (پژواک، ٤ ورى ٩٥): په سرپل او سمنګان ولايتونو کې لاريون کوونکو، په مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د عکس څېرې کولو عاملينو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې دغه کار د (پنځمې ستنې او نفوذي دوښمن) له لوري ترسره شوى او د دوستم او د بلخ ولايت د سرپرست تر منځ د ننګونو مخه ونيول شي.
د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دوه عکسونه، د نوي کال په لومړۍ شپه په مزارشريف ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري راښکته کړل شوي چې دغه کار د جنبش ګوند د غړو او د دغه ولايت د ولايتي چارواکو تر منځ د ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوى دى.
د جنبش يو شمېر غړي، د بلخ ولايت چارواکي د دوستم عکسونو د څېرولو په برخه کې په لاس لرلو تورنوي او د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور ويلي: "زما په باور د جنرال دوستم د عکسونو څېرې کول او يا لرې کول، د کوڅه ډبو او يا امنيت خرابوونکو کار دى، خو هيڅکله هم چا ته دا اجازه نه ورکوو چې د عکس لرې کولو په بهانه زموږ د ښار امنيت خراب کړي يا هم موږ او خلکو ته ښکنځلې وکړي."
پرون په مزارشريف ښار کې د دوستم او عطامحمد نور يو شمېر پلويانو په لاريونونو لاس پورې کړ، نن هم په سرپل او سمنګانو ولايتونو کې د دوستم په پلوۍ لاريونونه تر سره شول.
د سرپل ولايت مرکز او ولسواليو شاوخوا درې زرو کسانو د عبدالرشيد دوستم د عکس څېرې کولو په اعتراض کې لاريون وکړ او د جنرال دوستم د عکس د څېرې کوونکو د مجازات غوښتنه يې وکړه.
دغه لاريونونو له غرمې وړاندې له ٩ بجو تر ١١ بجو پورې دوام وموند.
لاريون کوونکو چې د پخواني ولسمشر استاد برهان الدين رباني، د جمعيت اسلامي مشهور قوماندان احمدشاه مسعود او د جنرال دوستم عکسونه له ځانه سره لېږدول، د "ژوندى دې وي دوستم"، "موږ د حکومت په جوړښت کې د مثبت بدلون او اصلاحاتو غوښتنه کوو"، او "له دوستم سره لوبه، له اور سره لوبه ده" شعارونه ورکول.
د سرپل د ولايتي شورا او ملي اسلامي جنبش غړي محمد نور رحماني د بلخ ولايت له چارواکو وغوښتل، څو د دوستم د عکس څېرې کولو عاملين ونيسي.
د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې چې د مشرانو جرګې د غړي او د دغه ولايت د اوسېدونکي محمدعظيم قوياش له لوري ولوستل شو، له حکومت غوښتنه شوې چې د دوستم عکس د څېرې کولو عاملين له پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
اعتراض کوونکو د لاريون په پاى کې ګواښ وکړ چې که چېرې يې غوښتنو ته لاسرسى ونه شي نو خپلو اعتراضي حرکتونو ته به دوام ورکړي.
د سمنګانو مرکز ايبک ښار کې هم نن زرګونو کسانو لاريون وکړ او د زنده باد دوستم شعارونو په ورکولو سره يې د نوموړي د تصوير ښکته کوونکو د محاکمې او مجازات غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP