منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۰ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاريون کوونکي: د دوستم عکس د څېرې کولو عاملين بايد وپېژندل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

سرپل- ميمنه (پژواک، ٤ ورى ٩٥): په سرپل او سمنګان ولايتونو کې لاريون کوونکو، په مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د عکس څېرې کولو عاملينو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې دغه کار د (پنځمې ستنې او نفوذي دوښمن) له لوري ترسره شوى او د دوستم او د بلخ ولايت د سرپرست تر منځ د ننګونو مخه ونيول شي.

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دوه عکسونه، د نوي کال په لومړۍ شپه په مزارشريف ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري راښکته کړل شوي چې دغه کار د جنبش ګوند د غړو او د دغه ولايت د ولايتي چارواکو تر منځ د ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوى دى.

د جنبش يو شمېر غړي، د بلخ ولايت چارواکي د دوستم عکسونو د څېرولو په برخه کې په لاس لرلو تورنوي او د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور ويلي: "زما په باور د جنرال دوستم د عکسونو څېرې کول او يا لرې کول، د کوڅه ډبو او يا امنيت خرابوونکو کار دى، خو هيڅکله هم چا ته دا اجازه نه ورکوو چې د عکس  لرې کولو په بهانه زموږ د ښار امنيت خراب کړي يا هم موږ او خلکو ته ښکنځلې وکړي."

پرون په مزارشريف ښار کې د دوستم او عطامحمد نور يو شمېر پلويانو په لاريونونو لاس پورې کړ، نن هم په سرپل او سمنګانو ولايتونو کې د دوستم په پلوۍ لاريونونه تر سره شول.

د سرپل ولايت مرکز او ولسواليو شاوخوا درې زرو کسانو د عبدالرشيد دوستم د عکس څېرې کولو په اعتراض کې لاريون وکړ او د جنرال دوستم د عکس د څېرې کوونکو د مجازات غوښتنه يې وکړه.

دغه لاريونونو له غرمې وړاندې له ٩ بجو تر ١١ بجو پورې دوام وموند.

لاريون کوونکو چې د پخواني  ولسمشر استاد برهان الدين رباني، د جمعيت اسلامي مشهور قوماندان احمدشاه مسعود او د جنرال دوستم عکسونه له ځانه سره لېږدول، د "ژوندى دې وي دوستم"، "موږ د حکومت په جوړښت کې د مثبت بدلون او اصلاحاتو غوښتنه کوو"، او "له دوستم سره لوبه، له اور سره لوبه ده" شعارونه ورکول.

د سرپل د ولايتي شورا او ملي اسلامي جنبش غړي محمد نور رحماني د بلخ ولايت له چارواکو وغوښتل، څو د دوستم د عکس څېرې کولو عاملين ونيسي.

د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې چې د مشرانو جرګې د غړي او د دغه ولايت د اوسېدونکي محمدعظيم قوياش له لوري ولوستل شو، له حکومت غوښتنه شوې چې د دوستم عکس د څېرې کولو عاملين له پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

اعتراض کوونکو د لاريون په پاى کې ګواښ وکړ چې که چېرې يې غوښتنو ته لاسرسى ونه شي نو خپلو اعتراضي حرکتونو ته به دوام ورکړي.

د سمنګانو مرکز ايبک ښار کې هم نن زرګونو کسانو لاريون وکړ او د زنده باد دوستم شعارونو په ورکولو سره يې د نوموړي د تصوير ښکته کوونکو د محاکمې او مجازات غوښتنه وکړه.

د لاريون يوه جوړونکي حکمت الله توريالي  په خپلو خبرو کې خلک يووالي ته را وبلل او زياته يې کړه: ((دوستم يو فرد نه دى، يو ملت دى، موږ د عدالت غوښتنې لپاره را ټول شوي يو، چا ته سپکاوى نه کوو، د چا تصوير نه څيروو، هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د رهبر (دوستم) ته سپکاوى وکړي.

لاريون کوونکو د کابل- مزار لاره د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او لاريونونه په سوله ييز ډول پاى ته ورسېدل.

پرون هم د مشرانو جرګې ځينو غړو ويلي وو چې حکومت بايد د دې پېښې په تړاو د جنرال دوستم د تصويرونو ښکته کوونکي پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي، خو نن بيا په ولسي جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح وويل چې د دوستم او نور تر منځ شخړې د (نفوذي دښمن) له خوا د دولت د کمزورۍ لپاره دي او بايد د نور او دوستم  تر منځ د خبرو له لارې حل شي.

د جرګې بل غړي غلام حسين ناصري وويل چې د يادو حکومتي چارواکو تر منځ شخړې د (پنځم ستون) له خوا را منځته شوې، څو حکومت ته ستونزې جوړې کړي او خلک په امن کې ژوند ونه شي کړلى.

د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې هم د جنرال دوستم زرګونه مينه والو د جنرال دوستم د عکس لرې کوونکو د محاکمې غوښتنه وکړه. د لاريون لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي او هټۍ تړل شوې وې.

لاريون کوونکو د جنرال دوستم پر ملاتړ او د بلخ چارواکو د غندنې شعارونه ورکول.

دوى د جنرال د تصوير ښکته کول د افغانستان ټولو ترک ټبرو ته سپکاوى وباله او په يوه پرېکړه ليک کې يې دا کار خاينانه عمل بلل شوى دى.

 په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د بلخ چارواکي ظالم او نظره دي او بلخ چارواکو دا کار د مليتونو د وېشلو او ځينو قومونو د ګوښه کولو لپاره کړى. د پرېکړه ليک په برخه کې د جنبش له غړو غوښتل شوي د خپلو مشروع غوښتنو تر پوره کېدو پورې لاريونونو ته دوام ورکړي او د جميعت اسلامي په ګډون له نورو ګدونو سره غوره اړيکې وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized