منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا په فلوریډا کې د ډزو له امله یوه ښځه او بریدګر وژل شوي او څلور نور کسان ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې د «سيټي‌بانک» پر یوه اداري کمپلېکس د وسله‌وال برید له امله د بریدګر په ګډون دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې یوه وسله‌وال خپل موټر د ټامپا ښار په څنډه کې د سيټي‌بانک د یوه اداري کمپلېکس انګړ ته دننه کړ او له کټارې سره د موټر له ټکر وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې.

د هیلزبرو سیمې د پولیسو لوړپوړي مرستیال فرانک لوسات ویلي چې بریدګر انګړ ته له ننوتو وروسته پر خلکو ډزې وکړې او یوه ښځه یې ووژله.

د نوموړي په وینا، وروسته د دغه کمپلېکس په خوړنځي کې یو امنیتي ساتونکی له بریدګر سره مخ شو او د دواړو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته بریدګر د امنیتي ساتونکي له خوا ووژل شو.

لوسات زیاته کړې چې په دې پېښه کې څلور نور کسان هم ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي؛ خو ټپونه یې مرګوني نه دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال شاوخوا درې زره او ۲۰۰ کارکوونکي په دغه کمپلېکس کې موجود وو.

اسوشیتدپرس لیکلي، تر اوسه د بریدګر او وژل شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی او د دغو ډزو انګېزه هم معلومه نه ده.