دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) ـ د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله به د افغانستان پر وخت نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دغه راز افغان لوبډله له زمبابوې سره دوه ټېسټ لوبې لري چې دویمه لوبه به یې د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې له زمبابوې څخه د درېیو شلاوریزو لوبو لړۍ درې پر صفر ګټلې ده.











