کابل (پژواک) – سوریې او سعودي عربستان د دفاعي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی او د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د سوریې له مالیې وزارت سره د سوریې د بیارغونې لپاره د ۴۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پورونو برابرولو هوکړه کړې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه هوکړهلیک تېره ورځ (چهارشنبه) په ریاض کې د سوریې د ولسمشر احمد شرع او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ د همکاریو دغه هوکړهلیک د یاد سفر تر ټولو مهمه هوکړه بللې؛ خو د هغې د محتوا په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.
دغه هوکړه په داسې حال کې شوې چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني څو ورځې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد حکومت د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ ګډ دفاعي تړون کې د ګډون موضوع څېړي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان په یمن کې له حوثیانو سره د جګړې له سختېدو وروسته، د امریکا متحده ایالتونو او د اروپا او منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې احمد شرع او محمد بن سلمان په خپله لیدنه کې د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو، د سیمې پر امنیت د پوځي کړکېچونو د زیاتېدو د اغېزو، د نړۍوالې بېړۍ چلونې د امنیت او د نړۍوال اقتصاد د ثبات په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې دواړو لورو د کړکېچونو پر کمولو، د اختلافاتو پر سولهییز حل او په سره سمندرګي، بابالمندب تنګي او هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ امنیت ګواښوونکو کړنو پر ژر تر ژره درولو ټینګار کړی دی.
له بلې خوا، د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د سوریې له مالیې وزارت سره د شپږو هوکړهلیکونو په چوکاټ کې د ۴۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت د اسانه شرایطو لرونکو پورونو پر برابرولو هوکړه کړې ده.
الجزیرې لیکلي چې دغه مالي مرستې د زیانمنو شویو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې، د کورونو د ترمیم، د ملکي دفاع د پیاوړتیا، د حلب د حرارتي برېښناکوټ د بیارغونې او په دمشق او ادلب کې د څښاک اوبو د شبکو د پراختیا لپاره ځانګړې شوې دي.
د راپور له مخې، دواړو هېوادونو د صنعت، کرنې او چاپېریال ساتنې په برخو کې هم د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د یادونې ده، دا په تېره یوه میاشت کې سعودي عربستان ته د احمد شرع دویم سفر دی. نوموړي تر دې مخکې د اکتوبر په شپږمه هم په ریاض کې له محمد بن سلمان سره لیدلي او د سوریې د بیارغونې په اړه یې خبرې کړې وې.











