پل علم (پژواک، ٧وری ۹۵): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په يوه ښوونځي کې پوځي قرارګاه جوړه کړې چې له امله يې ښوونځى د زده کوونکو پر مخ تړل شوى دى.
د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سیمې یوه قومي مشر خالقداد د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملی اردو ځواکونو یې د سیمې په منځني ښوونځي کې پوځي قرارګاه جوړه کړې چې له امله يې سلګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
هغه ووایی: ((حکومتي ځواکونه د دې پر ځای چی خلکو ته امنیت او د پوهنې او بیارغونې زمینې برابرې کړي، دوی په لوی لاس زموږ په ښوونځي کې خپله پوځي اډه جوړه کړې او د ښوونځي دروازه یې د زده کوونکو پر مخ تړلې ده.))
نوموړي له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه ښوونځى بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
د چلتن منځني ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي صابر هم پژواک ته وويل چې د دوى په ښوونځي کې د ملي اردو ځواکونو قرارګاه جوړه کړې ده.
ده وويل: ((له کومې ورځې چې نوى ښوونیز کال پیل شوی، موږ په دې نه يو توانېدلي چې ښوونځي کې خپلې زده کړې وکړو او نه راته عسکر ښوونځي ته د دننه کېدو اجازه راکوي چې دا کار زموږ پر وړاندې ستر خیانت دى.))
د لوګر د پوهنې رياست هم ياده موضوع تاييدوي.
د دغه ریاست ویاند محمد شاهپور عرب پژواک ته وویل چې د ملي اردو ځواکونو د تېر کال په ژمي کې دغه قرارګاه د چلتن د هلکانو په منځني ښوونځي کې جوړه کړې او تر اوسه په کې پراته دي.
عرب وایي: ((د ملي اردو د ځواکونو په دې کار سره د ښوونځي دروازه تړل شوې ده او درې سوه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او د پوهنې ریاست یې د غبرګون په ډول خپل اعتراض د ولایت مقام ته وړاندې کړى دى.))
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د اړوندې موضوع په اړه سيمه ييزو چارواکو د ملي اردو له چارواکو سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((والي صاحب په امنيتي غونډه کې د څلورمې پلې لوا قوماندان ته سپارښتنه وکړه چې له دغه ښوونځي څخه خپله قرارګاه وباسي.))
د صالح په وينا، ډېر ژر به د ملي اردو ځواکونه له ياد ښوونځي څخه خپله قرارګاه وباسي او دغه ښوونځى به بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP