Language

په کندهار کې له بېوزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ دېوال جوړ شو

کندهار (پژواک، ٧ ورى ٩٥): په کندهار ولایت کې هم له بېوزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ په نوم دېوال جوړ شو.

په کندهار ولایت کې د وري په ٧مه د ځوانانو د فدراسیون له لوري له بېوزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ دېوال جوړ کړاى شو.

د دغه فدراسیون غړو د ښار په مرکز او واټونو کې له بېوزلو ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو سره  مالي مرستې ترسره کړې.

د کندهار د ځوانانو د فدراسیون مسوول اغا ولي باراني پژواک ته وویل چې دوی به د مهربانۍ دېوال له لارې له بېوزلو کسانو او کورنیو سره د دولت، ملي سوداګرو او په خاص ډول د شتمنو خلکو په همکارۍ مرستې ترسره کړي.

په ورته وخت کي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس حضرت ولي هوتک د دغه اقدام ستاینه وکړه او په شتمنو خلکو او ملي سوداګرو یې غږ وکړ چې د مهربانۍ له دېوال سره مالي مرستې وکړي تر څو بېوزلو کورنیو ته مرستې ورسېږي.

نوموړي د ځوانانو د فدراسیون له غړو غوښتنه وکړه چې د مرستې لړۍ د کندهار ښار تر څنګ تر ولسوالیو پورې هم وغځوي .

د مهربانۍ دېوال له لارې د مرستې پر مهال د ښار په واټونو کې غریب خلک د ځوانانو د فدراسیون له دغه اقدام څخه خوښ وو، له دولت او په ځانګړي ډول له ملي سواګرو يې غوښتنه وکړه چي د دوی لاسنیوی وکړي.

که څه هم  په کندهار کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې  دود له پخوا څخه شتون درلود خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د ځوانانو د فدراسیون له خوا د مهربانۍ دېوال په نوم خیریه بنسټ جوړېږي.

تر دې وړاندې په کابل، بلخ، باميان، هرات او ځينو نورو ولايتونو کې هم د مهربانۍ دېوالونه جوړ شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics