هرات (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، په دې ولايت کې د ماين پاکۍ موسسې ١٥ تنه تښتول شوي کارکوونکي، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې خوشې شوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالرووف احمدي، په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه عمليات نن مازيګر ترسره شول.
نوموړي د دې پېښې د څرنګوالي او ځاى په اړه جزئيات نه دي ورکړي.
خو احمدي تردې وړاندې پژواک ته ويلي چې د دې کارکووونکو چې د هيلوترست ماين پاکۍ موسسې اړوند دي، د تښتولو په تړاو ٧ تنه نيولي دي.
د يادې موسسې کارکوونکي تېره ورځ د هرات ښار لوېديځ لور ته د کهسان ولسوالۍ له شبش سيمې څخه تښتول شوي وو.
د دې تښتونې مسووليت هېڅ يوې ډلې په غاړه نه و اخيستي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن