مزارشريف (پژواک، ۱۸ وری ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د"توندلارۍ" د عواملو او مخنيوي په تړاو علمي کنفرانس پيل شو.
په کنفرانس کې چې له همغږۍ او سولې سره د همکارۍ موسسې له خوا د وري په ۱۸مه په مزارشريف ښار کې پيل شو، لسګونو ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او محصلينو په کې برخه اخيستې ده.
د يادې موسسې سلاکار او د دغه کنفرانس سمبالوونکي کنشکا راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کنفرانس د"توندلارۍ" د عواملو د څېړلو او د مخنيوي د لارو چارو د په ګوته کولو په موخه پيل شوی چې سبا به پاى ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، په کنفرانس کې د ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو له بحث څخه وروسته د کنفرانس پايلې په ډاګه کېږي.
د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس محمود دانشجو چې په دغه کنفرانس کې برخه اخيستې وه، پژواک ته يې وويل چې په افغانستان کې له دين څخه د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې ځينې خلک داسې هم شته، چې له دين څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي. يو شمېر کړۍ هغو مسئلو ته اعتدال وايي، چې د دوی په ګټه دي، که نه يا به تفريط ګڼل کېږی او يا افراط.))
د بلخ ولايت ديني عالم مولوي سيد محمد عارف وزين د يادې کنفرانس په څنډه کې پژواک ته وويل، چې انتحار په اسلام کې هېڅ ځای نه لري، ځان وژونکي بريدونه د سياسي ګټو لپاره کېږي او هېڅ ديني تړاو نه لري.
نوموړي يادې مسئلې ته د ځوانانو د پام ور اړولو لپاره د ورته کنفرانسونو پر جوړولو ټينګار وکړ.
د مدني ټولنې فعالې شکريې ساپۍ وويل، دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د ديني پوهې او سياسي شعور په پياوړتيا کې اغېزمن تمامېدی شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP