منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مزارشریف کې د “توندلارۍ” د عواملو او مخنيوي په تړاو کنفرانس پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۸ وری ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د"توندلارۍ" د عواملو او مخنيوي په تړاو علمي کنفرانس پيل شو.

په کنفرانس کې چې له همغږۍ او سولې سره د همکارۍ موسسې له خوا د وري په ۱۸مه په مزارشريف ښار کې پيل شو، لسګونو ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او محصلينو په کې برخه اخيستې ده.

د يادې موسسې سلاکار او د دغه کنفرانس سمبالوونکي کنشکا راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کنفرانس د"توندلارۍ" د عواملو د څېړلو او د مخنيوي د لارو چارو د په ګوته کولو په موخه پيل شوی چې سبا به پاى ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه، په کنفرانس کې د ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو له بحث څخه وروسته د کنفرانس پايلې په ډاګه کېږي.

د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس محمود دانشجو چې په دغه کنفرانس کې برخه اخيستې وه، پژواک ته يې وويل چې په افغانستان کې له دين څخه د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې ځينې خلک داسې هم شته، چې له دين څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي. يو شمېر کړۍ هغو مسئلو ته اعتدال وايي، چې د دوی په ګټه دي، که نه يا به تفريط ګڼل کېږی او يا افراط.))

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي سيد محمد عارف  وزين د يادې کنفرانس په څنډه کې پژواک ته وويل، چې انتحار په اسلام کې هېڅ ځای نه لري، ځان وژونکي بريدونه د سياسي ګټو لپاره کېږي او هېڅ ديني تړاو نه لري.

نوموړي يادې مسئلې ته د ځوانانو د پام ور اړولو لپاره د ورته کنفرانسونو پر جوړولو ټينګار وکړ.

د مدني ټولنې فعالې شکريې ساپۍ وويل، دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د ديني پوهې او سياسي شعور په پياوړتيا کې اغېزمن تمامېدی شي.

نوموړې زياته کړه، که چېرې دولت او عام خلک د ورته پروګرامونو له لارې سره نږدې شي، نو د توندلارۍ رنګ به هم پيکه شي.

د ياد کنفرانس سمبالوونکي کنشکا وويل، دغه ډول پروګرامونه به په ۳۴ ولايتونو کې جوړ کړي چې هر پروګرام ته به يې يو بهرنۍ ديني عالم هم رابلل کېږی.

د ده په خبره، سبا به د بلخ په کنفرانس کې يو مصری ديني عالم برخه واخلي او کنفرانس ته به وروستۍ وينا وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور