کندهار(پژواک، ٢١ ورى ٩٥):د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ د بنسټ ډبره نن مازديګر د يو لړ مراسمو په لړ کې کېښودل شوه.
د دغې ودانۍ د جوړولو چارې داسې مهال پيلېږي چې چارواکي وايي کندهار پوهنتون د تاسيساتو او امکاناتو له کموالي سره مخ دى.
د کندهار پوهنتون د تدريس بلاک د ودانۍ د جوړولو په مراسمو کې د کندهار د مرستيال والي عبدالعي شمسي تر څنګ د لوړو زده کړو د وزارت اړوند د محصلانو چارو معين بري صديقي، د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر صديق الله او د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو مسوولينو او استادانو برخه اخيستې وه.
دغه ودانۍ د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر هغه ١٤٠٠ جريبه ځمکه جوړېږي چې د ياد شوي پوهنتون لپاره ځانګړې شوې ده.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې شوې ودانۍ په جوړولو ٤٤٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د لوړو زده کړو د وزارت له پرمختيايي بوديجې ورکول کېږي.
د ده په خبره، دغه ودانۍ به د ١٥ مياشتو په موده کې جوړه شي، چې ټولې اسانتياوې به په کې په پام کې نيول شوي وي.
هغه زياته کړه، کندهار پوهنتون د هېواد په کچه له لويو پوهنتونو ګڼل کېږي چې په دې وروستيو کې د تاسيساتو له کمښت سره مخ دى.
د کندهار پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل پژواک اژانس ته وويل، دا لومړنۍ معياري ودانۍ ده چې د کندهار پوهنتون لپاره په تدريسي برخه کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، د پوهنتون مسوولين به له دې پروژې څارنه کوي چې کار يې په پوره معيار ترسره شي.
ده خبر ورکړ، چې په دې وروستيو کې يې د کندهار پوهنتون په انګړ کې د دوو ودانيو د جوړولو هغه قرارداديان څارنوالۍ ته معرفي کړي چې کارونه يې په ټيټ کيفيت تر سره کړي وو.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين بري صديق وويل، په هېواد کې د پوهنتونو د وړتياوو د لوړولو په موخه د تاسيساتو د جوړلو تر څنګ ګڼو علمي بدلونونو ته اړتيا ده چې وزارت په دې برخه کې جدي کار کوي.
د کندهار پوهنتون عملي مرسيتال انجنير تواب بالاکرزي څو ورځې وړاندې له پژواک سره په مرکه کې ويلي و چې د کافي امکاناتو او تاسيساتو د نشتوالي له امله نه شي کولاى په دغه پوهنتون کې له اړتيا سره سم نوي پوهنځي پرانيزي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن