کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٥ ) : د ادريس هاشمي په نامه يوه افغان زلمي په سعودي عربستان کې د قران کريم د قرائت سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى.
ادريس له خپلې کورنۍ سره اوس مهال د سعودي عربستان په جدې ښار کې اوسېږي او همالته زده کړې کوي.
د هغه پلار سيد امين الله هاشمي د وري په ٢١مه، له جدې ښار څخه د ټېلېفوني په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تخار ولايت د چال ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
نوموړي زياته کړه چې ٢٥ کاله مخکې د سعودي جدې ښار ته راغلي او له سلګونو نورو افغان کورنيو سره دلته مېشت دي.
هاشمي وويل چې څو ورځې مخکې د جدي ښار په کچه د سعودي د مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د قران کريم د قرائت سيالۍ وشوې، چې په کې د سعودي او نورو هېوادونو سلګونو زده کوونکو برخه اخيستې وه.
هغه زياتوي چې د دې سياليو په پايله کې يې ١٧ کلن زوى ادريس هاشمي د سلګونو زده کوونکو په منځ کې لومړى مقام خپل کړ.
دى وايي چې ادريس له ماشومتوب څخه د قران کريم حفظ او قرائت سره مينه درلوده او څه موده مخکې يې قران کريم حفظ کړى دى.
هاشمي وويل، دوى هڅه کوي چې زوى يې په راتلونکي کې هم په سيمه ييزو او نړيوالو سياليو کې برخه واخلي او د هېواد نوم روښانه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن