Language

زورورې زلزلې د هېواد ځینې برخې ولړزولې

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): نن له غرمې وروسته يوې زورورې زلزلې د کابل په ګډون د هېواد زياتې برخې ولړزولې. د زلزلې مرکز د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ ښودل شوې ده.

د امريکا د ځمکې پېژندنې سازمان اعلان کړى چې دغه زلزله نن له غرمې مخکې په دوو بجو، ٥٨ دقيقو او ٥٨ ثانيو د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د سوېل لوېديځ په ٣٩ کيلومترۍ او د کابل د شمال ختيځ په ٢٨٢ کيلومترۍ کې شوې ده.

د دغه سازمان په ويبپاڼه کې راغلي چې ياده زلزله د ريښتر په مقياس ٦،٦ درجې وه چې په ځمکه کې يې د ژوروالي اندازه ٤،٢١٠ کيلومتره کېږي.

د بدخشان ځايي سرچينو د دې زلزلې له احتمالي مرګ ژوبلې او زيانونو بې خبري ښودلې ده.

دا زلزله په پاکستان، هندوستان او د منځنۍ اسيا په ځينو هېوادونو کې هم احساس شوې ده.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه يو دى چې زياتې زلزلې په کې کېږي. په دې هېواد کې تر ټولو وروستۍ زلزلې په وروستيو کلونو کې په شمال ختيځو برخو کې شوې چې په ځينو مواردو کې يې مرګ ژوبله او زيانونه هم لرل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.