لښکرګاه (پژواک، ۲۳ وری ۹۵): په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي چې د بوديجې د نه شتون له امله سږ کال په دغه ولايت کې د کوکنارو فصل تر حاصله ورسېده.
په هلمند ولايت کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور د وري په ٢٣مه خبريالانو ته وويل چې نور کلونه به له وړاندې د کوکنارو د تخريب لپاره کمپاين پيلېده خو سږ کال د دغه کار لپاره بوديجه نه لري.
ده وويل: ((د بوديجې د نه شتون او نا امنۍ له امله سږ کال له موږ څخه د کوکنارو کښت حاصل ته ورسېده.))
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به د امنيت شورا له لوري دوى ته د کوکنارو کښت د له منځه وړو په موخه لارښونې کېدې خو سږ کال دغه کار نه دى شوى.
هغه زياتوي: ((موږ د مرکز تابع يو تر څو چې هغو موږ ته لارښونه ونه کړي موږ پر خپل سر هېڅ هم نه شو کولاى.))
د ورور د معلوماتو له مخې، سږ کال د هلمند ولايت په ٨٠زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي او اوس فصل حاصل ته رسېدلى دى.
ده وويل چې په هلمند ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.
خو په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان بيا وايي چې د کوکنارو کښت د له منځه وړو لپاره پلان جوړ شوى دى.
هغه وويل: ((سږ کال پلان بل ډول جوړ شوى موږ غواړو په لږ لګښت د کوکنارو فصل له منځه يوسو.))
قهرمان په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
خو د هلمند د خانشین ولسوالۍ د خیر اباد سیمې اوسېدونکي شامو پژواک ته وویل چې ١٠- ١٢ ورځې مخکې د کوکنارو کښت حاصل ته رسېدلى دى.
هغه وويل: ((تر اوسه خلکو څو ځلې افيون ټول کړي اوس يې وروستي وختونه دي او سږ کال يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات هم ښه وو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP