لښکرګاه (پژواک، ۲۳ وری ۹۵): په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي چې د بوديجې د نه شتون له امله سږ کال په دغه ولايت کې د کوکنارو فصل تر حاصله ورسېده.
په هلمند ولايت کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور د وري په ٢٣مه خبريالانو ته وويل چې نور کلونه به له وړاندې د کوکنارو د تخريب لپاره کمپاين پيلېده خو سږ کال د دغه کار لپاره بوديجه نه لري.
ده وويل: ((د بوديجې د نه شتون او نا امنۍ له امله سږ کال له موږ څخه د کوکنارو کښت حاصل ته ورسېده.))
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به د امنيت شورا له لوري دوى ته د کوکنارو کښت د له منځه وړو په موخه لارښونې کېدې خو سږ کال دغه کار نه دى شوى.
هغه زياتوي: ((موږ د مرکز تابع يو تر څو چې هغو موږ ته لارښونه ونه کړي موږ پر خپل سر هېڅ هم نه شو کولاى.))
د ورور د معلوماتو له مخې، سږ کال د هلمند ولايت په ٨٠زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي او اوس فصل حاصل ته رسېدلى دى.
ده وويل چې په هلمند ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.
خو په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان بيا وايي چې د کوکنارو کښت د له منځه وړو لپاره پلان جوړ شوى دى.
هغه وويل: ((سږ کال پلان بل ډول جوړ شوى موږ غواړو په لږ لګښت د کوکنارو فصل له منځه يوسو.))
قهرمان په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
خو د هلمند د خانشین ولسوالۍ د خیر اباد سیمې اوسېدونکي شامو پژواک ته وویل چې ١٠- ١٢ ورځې مخکې د کوکنارو کښت حاصل ته رسېدلى دى.
هغه وويل: ((تر اوسه خلکو څو ځلې افيون ټول کړي اوس يې وروستي وختونه دي او سږ کال يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات هم ښه وو.))
په هلمند ولايت کې د پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله سږ کال حکومت نه شي کولاى د کوکنارو پر ضد کمپاين وکړي.
دغه راز د هلمند د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي جمعه خان پژواک ته وويل که حکومت غواړي چې د کوکنار د کر مخه ونيول شي نو خلکو ته دې د کار زمينه برابره کړي او رغنيزې پروژې دې پلې کړي.
هغه تور پورې کړ چې يو شمېر چارواکي بزګران هڅوي تر څو په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.
هلمند د افغانستان د نا امنه ولايتونو په سر کې دى او دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










