Language

عطامحمد نور: يو شمېر کړۍ د بلخ د نا امنه کولو په هڅه کې دي

مزارشريف(پژواک،٢٣ورى٩٥): د بلخ سرپرست والي وايي چې د شمال له نا امنه کولو وروسته، يو شمېر کړۍ له بېلابېلو لارو غواړي، چې دغه ولايت هم نا امنه کړي.

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور دغه څرګندونې د وري په۲۳مه په مزار شريف ښار کې د ترکيې هېواد لخوا د باختر لېسې د ودانۍ دپرانيستلو په پروګرام کې وکړې.

دغه ښوونځی د ترکيې هېواد لخوا د يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت رغول شوى ده.

د بلخ سرپرست عطامحمد نور جوړې شوې غونډې ته وويل چې  د ځينو کړيو لخوا شمال په لوی لاس نا امنه شو او اوس هڅې کېږي چې په بېلابېلو نومونو د بلخ امنيت هم له ستونزو سره مخ کړي.

هغه زياته کړه: (( ختيځ لوري ته مو کندوز پروت دی، د هغه ځای طالبان په ټانکونو سپاره پر موږ حمله کوي، د ختيځ له لوري د بغلان وسله وال پر موږ هجوم راوړي، ځينې وخت د سمنګان له دره صوف څخه پر موږ بريدونه کېږي، همدا راز له سرپل ولايت څخه وسله وال موږ ته ستونزې جوړوي او متاسفانه په لوېديځ کې مو د جوزجان ولايت ټولې ولسوالۍ ناامنه دي، د هغه ځای طالبان ټول يو ځای کېږي او راځي زموږ د بلخ پر ولسواليو حمله کوي.))

د بلخ سرپرست وويل  چې د بلخ حالت ستونزمن دى خو بيا هم امنيتي ځواکونو خپلې سينې سپر کړي او د هر ډول ګواښ مخې ته ولاړ دي.

عطامحمد نور پر حکومت نيوکه وکړه چې د برنامو د نشتون له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې د داعش فعاليتونه د پراخېدو په حال کې دي.

هغه وويل: (( زه په ضمانت سره وايم، چې همدا اوس د افغانستان په ډېرو سيمو کې داعشيان ځای پر ځای شوي، د هغو کليو نومونه اخلم چې همدا اوس په کې داعش د ځای پر ځای کېدو په حال کې دی، همدا اوس د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په زرين خېلو سيمه کې داعش ځای پر ځای شوی، د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ د برج جنګي له لارې  داعش راځي او ميدان وردګ، غزني، خوست، پکتيا او نورو ولايتونو کې عملا ځای پر ځای کېږي.))

د بلخ سرپرست والي همدا راز د وسله والو طالبانو د فعاليتونو په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې سږ کال طالبان غواړي په يو شمېر سيمو کې د مرکزيت جوړولو له لارې، ځينو امن ولايتونو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي.

نوموړی زياتوي، چې يو شمېر وسله وال د چترال له لارې بدخشان ولايت ته را اوړي دلته د نشه يي توکو د قاچاق له لارې خپلې ډلې تمويلوي او که مخه يې ونه نيول شي؛ نو دا به د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته هم ګواښ پېښ کړي.

نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري لخوا د ملي وحدت حکومت د کار د غځېدو د خبرو په اړه وويل، چې کاشکې جان کري د حکومت د غځېدو پر ځای د حکومت د کارونو د ارزونې لپاره راغلی وای.

سرپرست والي زياتوي، چې حکومت د خپل کار په موده کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د دوه کلونو له پای ته رسېدو وروسته هم حکومت له ننګونو سره مخ دى.

login or register a new account.

Related Topics