مزارشريف (پژواک، ۲۳ وری ٩٥): په شمال او شمال ختيځ زون کې د يوې تازه څېړنې پايلې ښيي چې ډېری افغانانو د ښې حکومتولۍ نه شتون، امنيتي ستونزو او کمزوري اقتصاد له امله خپل هېواد پرېیښی او اروپايي ملکونو ته تللي دي.
دغه څېړنه چې د جرمني په مالي مرسته له بشري حقونو د ملاتړ موسسې له خوا په شمال او شمال ختيځ زون کې ترسره شوې، د افغانانو د مهاجرت پر لاملونو راڅرخي.
له بشري حقونو د ملاتړ موسسې مسوول حيات الله جواد چې دغه څېړنه يې ترسره کړې، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا څېړنه يې د شمال په بلخ او جوزجان ولايتونو او د شمال ختيخ په بغلان او تخار ولايتونو کې ترسره کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې دغه څېړنه يې له عامو خلکو سره د مرکو له لارې کړې ده چې په وينا يې د ډېرو ځوانانو د مهاجرت لاملونه کمزورې حکومتولي، کورني رقابتونه او د امنيت نه شتون په ګوته شوی دی.
په همدې حال کې د بلخ د مهاجرينو د چارو رييس عبدالصبور قادري وايي چې په تېر لمريز کال کې ۱۵۰زره افغانان د اروپا په نيت له شمال زون څخه وتلي دي.
نوموړي همداراز په بهرنيو مرستندويو موسسو نيوکه وکړه چې ګني په افغانستان کې يې د خلکو د ژوند په برخه کې بنسټيز کارونه نه دي کړي.
قادري ټينګار وکړ که چېرې حکومت په دې برخه کې بنسټيز کارونه ونه کړي او د افغان کډوالو لړۍ همداسې روانه وي دا به ناورين وزېږوي.
په ورته وخت کې په بلخ کې د خط نو په نوم څېړنيز مرکز موندنې ښيي چې هره ورځ لسګونه قاچاقبران د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې بهر ته د تلو لپاره کمپاين کوي؛ خو تر دې دمه يې دولت په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.
login or register a new account.