Language

تخار کې د معلولینو او شهیدانو د کورنیو غړو تحصن دویمې ورځې ته وغځېد

تالقان (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د سلګونو معلولينو او شهيدانو د کورنيو د غړو تحصن د دويمې ورځې لپاره هم ادامه پيدا کړه.

يادو تحصن کوونکو د تالقانو په مرکزي چوک کې پرون خېمه درولې او وايي چې حکومت يې د تېر او سږ کال مياشتني امتيازات نه دي ورکړي نو ځکه يې پر تحصن لاس پورې کړى دى.

د تحصن کوونکو له ډلې د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي قوماندان عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپله يوه پښه يې د جهاد پر مهال له لاسه ورکړې ده.

هغه وويل: ((دوه کاله کېږي چې زموږ حقوق نه را کول کېږي او د تخار د شهيدانو، معلولينو رياست موږ ته قناعت هم نه شي را کولاى.))

قوماندان عبدالجبار ګواښ وکړ که هر څه ژر د معلولينو او د شهيدانو د ورثه و حقوق ورنه کړل شي په لاريونونو به لاس پورې کړي او د کندوز- تخار لويه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

هغه زياته کړه: ((زه نن مجبور یم، بچیان راته پر غاړه دي، څه وکړم، یا به مې دولت حق راکوي یا به خپل ځان وژنم، که نن راته دولت ځواب را نه کړي، د تخار کندوز لاره هم تړو، څو چې دولت مجبور شي زموږ حق راکړي.))

د نفس ګل په نوم يو بلې تحصن کوونکې هم پژواک ته وويل نږدې دوه کاله کېږي چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له لوري د شهيدانو د کورنيو او معلولينو حقوق نه ورکول کېږي.

دې هم وويل که چېرې حقوق ورنه کړل نو په لاريونونو به لاس پورې کړي.

يادو تحصن کوونکو د نن ورځې په پاې کې يو پريکړه ليک هم صادر کړ.

پرېکړه ليک کې راغلي چې د معلولينو او د شهيدانو د ورثه مياشتني حقوق بايد په خپل وخت ورکړل شي.

په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى چې يوه معلوله مېرمن بايد د معلوليت ټاکلو په کمېسيون کې پر دنده وګومارل شي.

تحصن کوونکو دا هم وويل چې تر اوسه د حکومت له لوري يې څوک پوښتنې ته نه دي ورغلي او کوم ځواب يې هم نه دى ترلاسه کړى.

login or register a new account.

Related Topics