Language

د بلخ کوکنارو ګل کړى؛ خو حکومت پرې چوپ دی

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وری ۹۵): د بلخ په ځينو ولسواليو کې کرل شوو کوکنارو ګل وکړ؛ خو سيمه ييز حکومت يې پر وړاندې غلی دی.

بلخ چې نږدې شپږ کاله پخوا په کې د نشه يي توکو کښت صفر شوی و؛ يو ځل بيا يې په ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار وکرل شول او په دې شپو ورځو کې يې ګل کړی او په ځينو سيمو کې تر نېښ کېدو رسېدلي دي.

د بلخ په چمتال، چاربولک، دولت اباد، شولګر او بلخ ولسوالۍ کې ځای ځای کوکنار کرل شوي خو د دغه ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو کې د کوکنارو د کر کچه خورا زياته ده.

د بلخ کروندګر که څه هم ياد کښت غير قانوني بولي؛ خو وايي چې په کرنيزه برخه کې د حکومت د نه پاملرنې له امله د ژوند تېرولو په موخه يې کرلو ته مجبور شول.

د دغه ولايت دولتي چارواکي د کوکنار د ګل کېدو د تاييد تر څنګ وايي، که چېرې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بلخ د کرل شوو کوکنارو د له منځه وړو لپاره تابيا ونيسي؛ نو دوی يې په عملي کېدو کې هېڅ ستونزه نه لري.

چمتال د بلخ له هغو ولسواليو ده چې کوکنار په کې ډېر کرل شوي دي، د همدې ولسوالۍ د نو شهر سيمې اوسېدونکي عطاالله پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې کوکنار نېش کېدو ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې پروسږ کال د کوکنارو د کر پر مهال اوازه غوندې شوه چې حکومت د کوکنار کر ته څه نه وايي.

هغه وايي: ((له همدې امله ډېرو خلکو په وېره وېره او نه زړه د کوکنارو کر ته مخه کړه، هره ورځ به مو خبرونو ته غوږ و چې نن به د کوکنارو اړولو خبر واوري؛ خو اخر پوه شوو چې حکومت پرې غلی دی.))

عطا الله ته وويل چې اوس يې لس جريبه کرل شوو کوکنارو ګل کړی او ځيني برخې يې نېښ کېدو ته رسېدلې دي.

login or register a new account.