منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۵ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ کوکنارو ګل کړى؛ خو حکومت پرې چوپ دی

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وری ۹۵): د بلخ په ځينو ولسواليو کې کرل شوو کوکنارو ګل وکړ؛ خو سيمه ييز حکومت يې پر وړاندې غلی دی.

بلخ چې نږدې شپږ کاله پخوا په کې د نشه يي توکو کښت صفر شوی و؛ يو ځل بيا يې په ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار وکرل شول او په دې شپو ورځو کې يې ګل کړی او په ځينو سيمو کې تر نېښ کېدو رسېدلي دي.

د بلخ په چمتال، چاربولک، دولت اباد، شولګر او بلخ ولسوالۍ کې ځای ځای کوکنار کرل شوي خو د دغه ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو کې د کوکنارو د کر کچه خورا زياته ده.

د بلخ کروندګر که څه هم ياد کښت غير قانوني بولي؛ خو وايي چې په کرنيزه برخه کې د حکومت د نه پاملرنې له امله د ژوند تېرولو په موخه يې کرلو ته مجبور شول.

د دغه ولايت دولتي چارواکي د کوکنار د ګل کېدو د تاييد تر څنګ وايي، که چېرې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بلخ د کرل شوو کوکنارو د له منځه وړو لپاره تابيا ونيسي؛ نو دوی يې په عملي کېدو کې هېڅ ستونزه نه لري.

چمتال د بلخ له هغو ولسواليو ده چې کوکنار په کې ډېر کرل شوي دي، د همدې ولسوالۍ د نو شهر سيمې اوسېدونکي عطاالله پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې کوکنار نېش کېدو ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې پروسږ کال د کوکنارو د کر پر مهال اوازه غوندې شوه چې حکومت د کوکنار کر ته څه نه وايي.

هغه وايي: ((له همدې امله ډېرو خلکو په وېره وېره او نه زړه د کوکنارو کر ته مخه کړه، هره ورځ به مو خبرونو ته غوږ و چې نن به د کوکنارو اړولو خبر واوري؛ خو اخر پوه شوو چې حکومت پرې غلی دی.))

عطا الله ته وويل چې اوس يې لس جريبه کرل شوو کوکنارو ګل کړی او ځيني برخې يې نېښ کېدو ته رسېدلې دي.

نوموړي زياته کړه چې د چمتال کروندګرو د حکومت د نه پاملرنې له امله د کوکنارو کر ته مخه کړې کنه ټول پوهېږي چې دغه کښت په افغانستان کې غير قانوني دی.

د بلخ چاربولک ولسوالۍ يو له هغو سيمو ته چې کروندګرو يې په پراخه کچه د کوکنارو کر ته مخې کړې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې د کرنې په برخه کې د کمو خدمتونو وړاندې کولو له امله خلک د کوکنار کر ته په بهانه ولاړ وو.

د چاربولک د ادينه مسجد سيمې اوسېدونکي بسم الله خان وويل چې ۱۲جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي.

نوموړي زياته کړه چې سلګونه جريبه ځمکه لري؛ خو ګټه يې د نشت برابر ده.

د هغه په وينا، دولت ورسره د کرنيزو اسانتياو برابرولو په برخه کې د ياد وړ مرستې نه کوي؛ نو مجبور دي چې په سيمه کې د اوسېدو له امله له خپلو ځمکو ګټه واخلي.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ مسوولين که څه هم د کوکنارو کښت غير قانوني کړنه بولي؛ خو وايي چې د ورته کښتونو د مخنيوي لپاره بايد د کروندګرو ملاتړ وشي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک ته وويل چې که چېرې له کروندګرو سره د کرنې وړ اسانتياوې برابرې شي؛ نو ګومان نه کوي چې دوی د دغه غير قانوني کر لپاره زړه ښه کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د نشه ييي توکو مافيا په سيمه کې کروندګرو ته د کوکنار له کر څخه وړاندې پيسې ورکوي او د حاصل له ټولېدو وروسته يې په لنډ وخت کې په خپل کور کې ترې اخلي.

همدراراز، په بلخ کې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزې هم د کوکنار د کر لپاره زمينه برابره کړې ده.

شمس وويل چې په بلخ کې په ډېری ځمکو غنم او پنبه کرل کېږي چې دغه دواړه کښتونه ډېرو اوبو ته اړتيا لري؛ خو کوکنار د نورو ټولو کښتونو په پرتله خورا کمو اوبو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه چې دولت بايد کروندګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي او بيا يې له غير قانوني کښتونو مخ اړولو ته مجبور کړي.

د بلخ ولايت مقام مسوولين هم د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د کوکنار کر او ګل کېدل تاييدوي؛ خو وايي چې پر وړاندې يې د نشه يي توکو د مبارزې وزارت او په دې برخه کې د نړيوالو ټولنو جدي ملاتړ ته اړتيا لري.

د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د بلخ اوسېدونکو پنځه کاله وړاندې د کوکنارو کر صفر ته ورساوه؛ خو هېڅ د ياد وړ مرسته ورسره ونه شوه.

نوموړي زياته کړه، حکومت دنده لري چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي چې په بلخ کې د کوکنارو د کر صفر کېدو په بدل کې مرکزي حکومت پاتې راغلی دی.

هغه وايي، که چېرې اوس هم د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او په دې برخه کې کارکوونکې نړيوالې موسسې د بلخ کرنيزو اړتياو ته پام وکړي او د کرل شوو کوکنارو په اړه جدي تصميم ونيسي؛ نو دوی يې عملي کېدو ته چمتو دي.

فرهاد وويل چې که څه هم نن د بلخ ولايت مقام په اداري مجلس کې د کوکنارو د کښت پر خلاف د مبارزې د پيل کېدو امر وشو؛ خو د مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له ملاتړه پرته دغه چاره ناشونې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د وري په ١٩مه دغه ولايت ته د سفر پر مهال منلې وه چې د بلخ په يو شمېر سيمو کې کوکنار کرل شوي، خو زياته کړې وه چې د کوکنارو د له منځه وړو په موخه د همغږۍ رامنځته کولو پروګرام جوړوي.

هغې زياته کړې وه چې د امنيتي ځواکونو په مرسته به کرل شوي کوکنار له منځه وړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه