Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست والي امنيتي ځواکونو ته د مخالفينو پر وړاندې د جدي غبرګون سپارښتنه وکړه

د خوست والي امنيتي ځواکونو ته د مخالفينو پر وړاندې د جدي غبرګون سپارښتنه وکړه

author avatar
18 Apr 2016 - 16:51
د خوست والي امنيتي ځواکونو ته د مخالفينو پر وړاندې د جدي غبرګون سپارښتنه وکړه
author avatar
18 Apr 2016 - 16:51

خوست ښار (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د خوست والي د دغه ولايت پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د حکومت وسله والو مخالفينو پر وړاندې له جدي غبرګون څخه کار واخلي.

والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې د وري په ۳۰ مه د هغو ۱۲۰ تنو پوليس سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وکړې چې تازه د پوليسو له اکاډمۍ فارغ شول.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې د دغه ولايت له ټولو امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د وسله والو مخالفينو د ورانکارو کړنو په شنډولو کې له پوره زړورتيا کار واخلي.

ده زياته کړه: ((راځئ چې خپلې خاورې ته ژمن و اوسېږو او د دې خاورې په وياړ لکه څنګه مو چې تعهد کړی، دغه ناست منسوبين يو ځل بيا هم ژمنه وکړو چې د خپلې خاورې د ساتلو لپاره هر نوعه قربانۍ ته تيار يو.))

والي په ورته وخت کې له عامو خلکو هم هيله څرګنده کړه چې تر خپله وسه له ملي امنيتي ځواکونو سره د امنيت او ثبات په ټينګښت کې ونډه واخلي.

حبيبي زياته کړه: ((د دې لپاره چې روان کال مو د سولې کال وي، پر ولسونو غږ کوم چې په پوره جرئت هېڅ فاسد، ظالم او مخرب ته اجازه مه ورکوئ چې زموږ په يوه لوېشت خاوره کې هم دننه ورانکارې کړنې ترسره کړي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل، دا لسمه دوره فارغين دي چې د خوست له پوليسو اکاډمۍ فارغ او په بېلابېلو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي.

نوموړي وويل، چې تر دې دمه د خوست د پوليسو له يادې اکاډمۍ ټول ټال ۷۸۰ تنه فارغ شوي او دا مهال د خوست په ولسواليو او مرکز کې دندې ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((يادو ۱۲۰ تنو پوليسو ته دوې مياشتې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي. انشاالله چې دوی به خپلې خاورې او خلکو ته صادقانه خدمت ترسره کوي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.