Language

په کاپيسا کې ٢٠ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې يو ځاى شول

محمودراقي (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپیسا کې شل وسله وال مخالفين د سولې له  پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د دغه ولايت د سولې د ولايتي کمېټې مسوول مولوي عبدالمومن مسلم د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د ا له ساى او تګاب ولسواليو تر منځ پر لويه لاره وسله وال فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه چې دغه مخالفين د سولې د ولايتي کمېټې، ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ د هلو ځلو په پايله کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د مولوي مسلم په وينا، حکومت هڅه کوي چې يو ځاى شوو وسله والو مخالفينو ته  د کار زمينه برابره کړي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه شل کسيزه ډله د تګاب او اله ساى ولسواليو پر لويه لاره د ورانکارۍ فعاليتونه کوي او امنيتي ځواکونو ته به يې ستونزې جوړولې.

د سرچينې په وينا، د دوى په يو ځاى کېدلو سره به د يادې لويې لاې امنيت ښه شي.

د تګاب ولسوالۍ د شکوټ سيمې يوه اوسېدونکي محمداجمل پژواک اژانس ته وويل، په تسليم شوو کسانو کې يې د دوى د کلي وسله وال هم شامل دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.