محمودراقي (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپیسا کې شل وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د دغه ولايت د سولې د ولايتي کمېټې مسوول مولوي عبدالمومن مسلم د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د ا له ساى او تګاب ولسواليو تر منځ پر لويه لاره وسله وال فعاليتونه ترسره کول.
هغه زياته کړه چې دغه مخالفين د سولې د ولايتي کمېټې، ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ د هلو ځلو په پايله کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د مولوي مسلم په وينا، حکومت هڅه کوي چې يو ځاى شوو وسله والو مخالفينو ته د کار زمينه برابره کړي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه شل کسيزه ډله د تګاب او اله ساى ولسواليو پر لويه لاره د ورانکارۍ فعاليتونه کوي او امنيتي ځواکونو ته به يې ستونزې جوړولې.
د سرچينې په وينا، د دوى په يو ځاى کېدلو سره به د يادې لويې لاې امنيت ښه شي.
د تګاب ولسوالۍ د شکوټ سيمې يوه اوسېدونکي محمداجمل پژواک اژانس ته وويل، په تسليم شوو کسانو کې يې د دوى د کلي وسله وال هم شامل دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










