خوست ښار (پژواک، ٣١ ورى ٩٥): په خوست ولايت کې د بيارغونې ٤٢ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، چې يادې ۴۲ پروژې د خوست په ځاځي ميدان، مندوزيو، تڼيو، باک، صبريو، ګربزو، موسی خېل او تريزيو ولسوالی کې د ملي پيوستون پروګرام په چوکاټ کې پلې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې په يادو پروژو باندې نږدې ۷۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په پلې کېدو سره به يې زرګونه کورنيو ته اسانتياوې برابرې شي او ترڅنګ به يې لسګونه زره جريبه زراعتي ځمکه هم خړوبه شي.
حبيبي وايي: ((په يادو پروژو کې پلونه، پلچکونه، استنادي ديوالونه،د څښلو اوبو څاګانې، د اوبو سربندونه، سړکونه، لښتي، پلې لارې، د اوبو زېرمې او يو شمېر نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي.))
والي حکم خان حبيبي همدارنګه له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د يادو پراختيايي پروژو څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او پرې نږدي، چې په راتلونکي کې دغه پروژې هم خرابې شي.
هغه وويل: ((تر ټولو ښه ځانګړتيا داده، چې دغه پروژې په خپله د ولسونو په لاس بشپړې شوې دي او کيفيت ته يې ځانګړې پاملرنه شوې، له خلکو څخه مې غوښتنه داده، چې څارنې ته يې هم پاملرنه وکړي.))
د يادونې ده، چې دا مهال هم د ملي پيوستون پروګرام له لوري د خوست په مختلفو ولسواليو کې ګڼ شمېر لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي.
د ياد پروګرام مسوولين وايي چې دغه پروژې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP