کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې سلګونو کسانو د پراخو غونډو په ترڅ کې د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او د کابل پېښه يې وغندله.
په خوست ولايت کې نږدې درې زره خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل ځانمرګی بريد پر کلکه وغانده او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
دغه غونډه چې د خوست په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه، ديني عالمانو د کابل او يا دې ته ورته نور بريدونه حرام وبلل او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه وکړه چې نور د افغانانو له وژنې لاس پر سر شي.
دوی همدارنګه له ملي ځواکونو هم کلک ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د امنيت د ټينګښت لپاره به د خپلو ملي امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او ګن شمېر خلکو د کابل د پېښې ټپيانو ته وينه هم ورکړه.
د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خپلو خبرو کې د کابل د وړمې ورځې پېښې د غندنې تر څنګ وويل چې سوله د هر افغان حق دی خو هغه سوله چې دوی ته د وينو په تويولو تمامېږي، ورته اړتيا نه لري.
قومي مشر رسول محمد تڼي هم بيا غونډه کې د ملي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د کابل ځانمرګی بريد وغانده او په پېښه کې د ټولو وژل شوو او ټپيانو د کورنيو له غړو سره يې خپله غم شريکي څرګنده کړه.
ديني عالم مولوي محمدعارف يادې غونډې ته وويل، دوی تيار دي چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ له خپلې خاورې او خلکو د سر په بيه ساتنه وکړي.
هغه وايي: ((موږ تيار يو چې د مخالفينو هر يو پلان په خپل وخت سره شنډ کړو او له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په موخه به تر هغې وجنګېږي، څو چې په تن کې مو يو څاڅکی وينه هم موجوده وي.))
دغه راز په سمنګان ولايت کې هم سلګونو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل پېښه وغندله او له املي ځواکونو يې ملاتړ اعلان کړ.
د سمنګان د علماوو شورا غړي مولوي عبدالهادي غونډې ته وويل چې د يو مسلمان وژل ناروا دي او يو مسلمان وژنه د ټولې نړۍ د خلکو د وژلو په معنا ده.
هغه د هېواد له ملي ځواکونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دوى له خلکو او خاورې څخه په دفاع کې بوخت دي.
دغه راز د ننګرهار ولايت يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان سرتېرو خپل ملاتړ اعلان کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن