خوست (پژواک، ٣ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر قومي مشران او ديني عالمان وايي، حکومت دې د پېښو د غندلو پرځای مخنيوي ته پام وکړي.
دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو د کابل په پېښه کې د وژل شويو کسانو د فاتحې په غونډه کې له مرکزي حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د ترهګريزو پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه واخلي.
قومي مشر سليمان ځدراڼ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، که چېرې حکومت غواړي د ترهګريزو پېښو مخه ونيسي، نو خپلې استخباراتي او کشفي ادارې دې پياوړې کړي.
هغه وايي: ((دا پېښې د نن خبره نه ده، د ترهګريزو پېښو د مخنيوي لپاره بايد حکومت تدابير په کار واچوي، څو د بې ګناه افغانانو د وژنو مخه ونيول شي)).
يو بل قومي مشر سخي محمود مهربان بيا ياده غونډه کې په لوړپوړو چارواکو په تېره ولسمشر او اجرائيه رئيس تور پورې کړ، چې ګنې د خپلمنځي اختلافاتو له امله يې د هېواد امنيت او ثبات ته شا کړې ده.
دى زياتوي: ((دا يوه پېښه نه ده چې افغانان ورسره مخ کيږي، موږ په مرکزي حکومت غږ کوو، چې ولې د ترهګريزو بريدونو مخه نه شي نيوای؛ که چېرې حکومت نه شي کولی، نو استعفا دې ورکړي)).
د غونډې ځينو نورو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې روان جنګ ناروا وباله او له وسله والو يې غوښتنه وکړه، چې نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.
ديني عالم مولوي محمد داوود وقفي په دې اړه وايي: ((هغه پېښه چې څو ورځې وړاندې په کابل او يا له هغې مخکې ترسره شوې او له امله يې سلګونه افغانان مړه او ټپيان شوي دي، د اسلام د مقدس دين له مخې حرامې دي او عاملين يې دوزخيان دي)).
د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې، نن په ټول هېواد او له هېواده بهر د افغانستان په ټولو سياسي نمايندګيو کې به ملي بيرغ نيمه ځورنډ وي او د دې ترڅنګ نن د هېواد په ټولو جامع جوماتو کې د کابل په پېښه کې د وژل شويو کسانو فاتحه هم واخيستل شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP