Language

د خوست د يوې محکمې محرر ووژل شو

خوست ښار (پژواک، ٥ غويى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د محکمې محرر وژلى دى.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د مندوزيو ولسوالۍ د صحرا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د محکمې محرر معلم خان له خپل کور څخه دندې ته پر لاره و چې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو پرې ډزې کړې او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.

د مندوزيو ولسوال محمد يونس ځدراڼ هم پېښه تاييدوي او وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.