کابل (پژواک،١٠غويى ٩٥):د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې په کابل ښار کې يې د انسان تښتوونکو يوه ډله نيولې ده .
په هغه خبرپاڼه کې چې د ياد رياست له لوري پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې دغې ډلې پنځه مياشتې مخکې د اباسين په نامه يو ١٤کلن هلک لومړى تښتولى او وروسته يې وژلى دى .
سرچينه وايي چې دغو انسان تښتوونکو د اعتراف په اساس يې د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په چنار کلي د اباسين د خښېدو ځاى تثبيت او وروسته يې هغه له خاورو راوېستلى دى .
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ١٠١ اسمايي زون پژواک اژانس ته ويلي و چې د اباسين د تښتولو او وژلو په تړاو يې په کابل او پکتيا کې اووه تنه نيولي دي.
د ويلو ده چې د اباسين په نامه ددغه ١٤کلن هلک تښتول کېدو او بيا وژل کېدو په ټولنيزو شبکو کې سخت غبرکونونه راپارولي او قاتلينو ته يې د سختې سزا غوښتنه شوې ده .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP