منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو يوه ډله ونيول شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک،١٠غويى ٩٥):د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې په کابل ښار کې يې  د انسان تښتوونکو يوه ډله نيولې ده .

په هغه خبرپاڼه کې چې د ياد رياست له لوري پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې دغې ډلې پنځه مياشتې مخکې د اباسين په نامه يو ١٤کلن هلک لومړى تښتولى او وروسته يې وژلى  دى .

 سرچينه وايي چې دغو انسان تښتوونکو د اعتراف په اساس يې  د کابل  د خاکجبار ولسوالۍ په چنار کلي د اباسين د خښېدو ځاى تثبيت او  وروسته يې هغه له خاورو راوېستلى دى .

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ  ١٠١ اسمايي زون پژواک اژانس ته ويلي و چې د اباسين د تښتولو او وژلو په تړاو يې په کابل او پکتيا کې اووه تنه نيولي دي.

 د ويلو ده چې د اباسين په نامه ددغه ١٤کلن هلک تښتول کېدو او بيا وژل کېدو په ټولنيزو شبکو کې سخت غبرکونونه راپارولي او قاتلينو ته يې د سختې سزا غوښتنه شوې ده .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه