ايبک (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د سمنګانو امنيه قومانداني وايي، دوه تنه چې له ديني مدرسو سره د مرستې په نوم يې د "جندالله" ډلې لپاره له خلکو پيسې ټولولې، نيولي دي.
د سمنګانو امنيه قوماندان مل پاسوال محمدباقر مسعود نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو دغه دوه تنه د دې ولايت په مرکز ايبک کې نيولي دي.
دى وايي، له دې کسانو څخه يو يې ( سيدامير) نوميږي او د بغلان ولايت د برقې ولسوالۍ اوسېدونکى دى او بل يې (ملا نورمحمد) د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
هغه وويل چې نيول شويو دواړو يادو کسانو له ديني مدرسو سره د مرستې په نوم د جندالله ډلې لپاره له هټۍ والو او نورو خلکو پيسې ټولولې.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، جندالله په ازبکستان کې يو سخت دريځه ډله ده او د دې ډلې کسان له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې هم فعاليت لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP