منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوليس: سمنګانو کې د جندالله ډلې دوه کسان ونيول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۷ کتنې

ايبک (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د سمنګانو امنيه قومانداني وايي، دوه تنه چې له ديني مدرسو سره د مرستې په نوم يې د "جندالله" ډلې لپاره له خلکو پيسې ټولولې، نيولي دي.

د سمنګانو امنيه قوماندان مل پاسوال محمدباقر مسعود نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو دغه دوه تنه د دې ولايت په مرکز ايبک کې نيولي دي.

دى وايي، له دې کسانو څخه يو يې ( سيدامير) نوميږي او د بغلان ولايت د برقې ولسوالۍ اوسېدونکى دى او بل يې (ملا نورمحمد) د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

هغه وويل چې نيول شويو دواړو يادو کسانو له ديني مدرسو سره د مرستې په نوم د جندالله ډلې لپاره  له هټۍ والو او نورو خلکو پيسې ټولولې.

 د خپرو شويو معلوماتو له مخې، جندالله په ازبکستان کې يو سخت دريځه ډله ده او د دې ډلې کسان له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې هم فعاليت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه