Language

د سوېل زون واليان: که د اقتصادي پراختيا په برخه کې کار و نه شي، امنيت او ثبات نه راځي

کندهار (پژواک ٢٢ غويى ٩٥): د سوېل زون د ولايتونو واليان وايي، تر هغه چې د اقتصادي پراختيا په برخه کې کار و نه شي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې نه شي، امنيت او ثبات نه شي راتلاى.

د سوېلي زون د څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل واليانو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې په کندهار ولايت مقام کې د ملګرو ملتونو د ادارې په نوښت جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د هلمند والي حيات الله حيات، د اروزګان والي محمد نذير خروټي، د زابل والي بسم الله افغانمل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک باوډن، د بېلابېلو بهرنيو ادارو استازو او يو شمېر سيمه ييزو چارواکو ګډون کړى وو.

په غونډه کې د يادو شوو ولايتونو پر اوسني وضعيت، ستونزو او اړتياوو خبرې وشوې او يادونه وشوه چې له لارې به مرستندويه ادارې د خلکو په ستونزو او اړتياوو خبرې شي او دغه غوښتنې به بيا د بروکسل په نړيوال کنفرانس کې وړاندې شي چې څه موده وروسته جوړېږي.

په پيل کې د کندهار والي د دغه ولايت د امنيتي، اقتصادي او پرمختيايي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي:

والي وويل د کندهار امنيت د پخوا په پرتله په نسبي توګه ښه دى، امنيتي ځواکونه ښه همغږي لري، خو د لازمو تجهيزاتو او وسلو کمښت او پر وخت د اکمالاتو نه کېدل جدي ستونزې دي.

هغه زياته کړه، د کندهار ٩ شمالي او سرحدي ولسوالۍ له لوړ امنيتي تهديد سره مخامخ دي.

د خدماتو په برخه کې والي وويل چې د کندهار ولايت يواځې ٤٠ سلنه خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسى لري، چې په دې برخه کې د اى سي ار سي، ډبيلو ايچ او او يونسيف مرستې د قدر وړ دي.

د ده په خبره، د کندهار ښار يواځې ٦ سلنه اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسى لري، چې په همدې بنسټ په ولسواليو کې د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي ښه اندازه لګېداى شي.

والي د دې تر څنګ د پوهنې په برخه کې هم له ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې په ٩ ولسواليو کې لېسې او د دولسم ټولګي فارغان نشته او په درېيو ولسواليو کې بيا هېڅ ښوونځي نشته.

login or register a new account.