منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.م
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سوېل زون واليان: که د اقتصادي پراختيا په برخه کې کار و نه شي، امنيت او ثبات نه راځي

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

کندهار (پژواک ٢٢ غويى ٩٥): د سوېل زون د ولايتونو واليان وايي، تر هغه چې د اقتصادي پراختيا په برخه کې کار و نه شي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې نه شي، امنيت او ثبات نه شي راتلاى.

د سوېلي زون د څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل واليانو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې په کندهار ولايت مقام کې د ملګرو ملتونو د ادارې په نوښت جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د هلمند والي حيات الله حيات، د اروزګان والي محمد نذير خروټي، د زابل والي بسم الله افغانمل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک باوډن، د بېلابېلو بهرنيو ادارو استازو او يو شمېر سيمه ييزو چارواکو ګډون کړى وو.

په غونډه کې د يادو شوو ولايتونو پر اوسني وضعيت، ستونزو او اړتياوو خبرې وشوې او يادونه وشوه چې له لارې به مرستندويه ادارې د خلکو په ستونزو او اړتياوو خبرې شي او دغه غوښتنې به بيا د بروکسل په نړيوال کنفرانس کې وړاندې شي چې څه موده وروسته جوړېږي.

په پيل کې د کندهار والي د دغه ولايت د امنيتي، اقتصادي او پرمختيايي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي:

والي وويل د کندهار امنيت د پخوا په پرتله په نسبي توګه ښه دى، امنيتي ځواکونه ښه همغږي لري، خو د لازمو تجهيزاتو او وسلو کمښت او پر وخت د اکمالاتو نه کېدل جدي ستونزې دي.

هغه زياته کړه، د کندهار ٩ شمالي او سرحدي ولسوالۍ له لوړ امنيتي تهديد سره مخامخ دي.

د خدماتو په برخه کې والي وويل چې د کندهار ولايت يواځې ٤٠ سلنه خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسى لري، چې په دې برخه کې د اى سي ار سي، ډبيلو ايچ او او يونسيف مرستې د قدر وړ دي.

د ده په خبره، د کندهار ښار يواځې ٦ سلنه اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسى لري، چې په همدې بنسټ په ولسواليو کې د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي ښه اندازه لګېداى شي.

والي د دې تر څنګ د پوهنې په برخه کې هم له ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې په ٩ ولسواليو کې لېسې او د دولسم ټولګي فارغان نشته او په درېيو ولسواليو کې بيا هېڅ ښوونځي نشته.

هغه په کندهار کې د کرنې په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه د زراعتي اوبو د کمښت ياده کړه چې خلک يې کوکنارو کرلو ته اړ کړي او دغه څه د جګړې د دوام لامل هم شوى.

عزيزي دا هم وويل چې پرمختيايي کارونه، عدالت او له خلکو سره اړيکې د امنيت له ټينګښت سره تړاو لري، خو له بده مرغه چې تېر پنځلس کلونه په دې برخه کې ډېر کار نه دى شوى او ټوله پاملرنه نظامي برخې ته وه.

د ده په وينا، په دې موده کې ٩٠ سلنه توجه نظامي برخې ته وه او اقتصادي برخې ته يواځې ١٠ سلنه توجه شوې، خو د ميليونونو ډالرو له لګېدو سربېره امنيت او ثبات نه دى راغلى.

دى وايي، همدا اوس د کندهار په ٧ ولسواليو کې ولسوالان او امنيه قومندانان د چارو د تر سره کولو لپاره ودانۍ نه لري، لکه څنګه چې ښايي خلکو ته هغسې خدمات نه وړاندې کېږي، ډېرې مواصلاتي لارې خامې او له ستونزو ډکې دي، دا هغه ستونزې دي چې د ادارې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او پر حکومت د خلکو باور زيانمن کوي.

عزيزي وويل: ((تر هغه چې اقتصادي برخې ته پاملرنه ډېره شوې نه وې او په دې برخه کې بنسټيز کارونه نه وي شوي، امنيت او ثبات نه شي راتلاى.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې نړيواله ټوله او مرستندويه ادارې دې په دې ولايت کې د زېربنايي پروژو، د کرنې د ودې، اقتصادي پراختيا او ځوانانو ته د کار موندلو په برخه کې مرستې وکړي.

د زابل والي بسم الله افغانمل:

په دې غونډه کې د زابل والي بسم الله افغانمل وويل چې دې ولايت ته په تېرو کلونو کې ډېره کمه توجه شوې ده.

هغه زياته کړه دغه ولايت د خپل ستراتېژيکي جغرافياوي موقعيت، بې سوداۍ او غربت له امله د جګړو ډګر ګرځېدلى، په داسې حال کې چې په کې مېشت امنيتي ځواکونه د تشکيل، وسلو او وسايلو له کمښت سره مخامخ دي.

د ده په خبره، د زابل اوسېدونکي ډېرو لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسى نه لري، د زده کړې او روغتيا په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، ځوانان او نجونې يې تر اوسه پوهنتون او ورزشي امکانات نه لري او ډېرى يې له بې روزګارۍ ځورېږي.

د حکومتولۍ په اړه افغانمل وويل چې لا هم په ډېرو حکومتي چارو کې خپلسرۍ او قانون ماتونه تر سترګو کېږي او اداري فساد پراخ دى چې هغوى يې د مخنيوي لپاره هڅې کوي، دغه راز په ډېرو ولسواليو کې د اداري چارو لپاره ودانۍ نشته او ولسوالان خپلې چارې په امنيتي قرارګاوو کې تر سره کوي.

نوموړي د زابل د اقتصادي وضعيت په اړه وويل چې ٧٠ سلنه خلک په کرنه بوخت دې، خو د ميکانيزه کولو لپاره يې مرسته نه ده شوې، د کابل- کندهار لويې لارې ١٥٠ کيلومتره برخه چې له زابله تېره شوې کنډ او کپر شوې او ټول پلونه يې ويجاړ شوي دي.

د پوهنې په اړه هغه وويل چې له ٢٥٠ ښوونځيو ١٨٠ يې تړلي، خو پرانيستي ٨٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د اروزګان والي محمد نذير خروټى:

د اروزګان والي محمد نذير خروټي وويل چې دغه ولايت د امنيت، حکومتولۍ، پرمختيا او عدالت په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ دى.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د اروزګان ولايت امنيتي وضعيت سخت خراب شوى، ولسواليو ته غځېدلې ډېرې لارې تړلې او ان د کندهار- اروزګان لويه لاره چې د خلکو د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه ده هم په دې وروستيو کې تړلې چې د پرانيستلو لپاره يې عمليات روان دي.

نوموړي هم د کافي ځواک نشتوالى، د اکمالاتو پر وخت نه کېدل هغه ستونزې وبللې چې له مخې يې په دې ولايت کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالى راغلى او ستونزې ډېرې شوې دي.

هغه اروزګان ولايت د وسله والو طالبانو لپاره د (سرباز ګيرۍ) او جګړې ته د خلکو د هڅولو مهمه سيمه ياده کړه او ټينګار يې وکړ، تر هغه چې دغلته قاطع عمليات و نه شي، خلکو ته خدمات وړاندې نه شي، نو خلک به يا له مخالفينو سره درېږي، يا به کوکنار کري او يا به هم خپلې سيمې پرېږدي.

نوموړي وويل، ناامنۍ، د خدماتو نشتوالي او بې روزګارۍ پر حکومت د خلکو باور کم کړى دى.

هغه غوښتنه وکړه چې د يادو شوو برخو تر څنګ دې په دې ولايت کې د ادارو د غوره فعاليت لپاره جدي هڅې وشي.

د هلمند والي حيات الله حيات:

د هلمند والي هم غونډې ته د دغه ولايت د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په لښکرګاه، ناوې او ګرمسېر کې امنيتي وضعيت په نسبي توګه ښه دى، خو په ګرشک، نادعلي، مارجه، واشېر او خانشين ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته، دغه راز څلورو ولسوالۍ باغران، دېشو، موسى کلا او نوزاد د وسله والو تر ولکې لاندې دي.

ده خبر ورکړ چې همدا نن په مارجه او نادعلي کې پراخ چاڼيز عمليات پيل شوي او په دويم ګام کې به د دې ولايت شمالي ولسواليو ته وغځول شي او هڅه به وشي چې سيمې له وسله والو پاکې شي او مواصلاتي لارې د خلکو پر مخ خلاصې شي.

د حکومتولۍ په برخه کې ده وويل چې د دې ولايت د ١٤ ولسواليو له ډلې په نيمايي برخه کې اسانتياوې، لکه حکومتي ودانۍ او نور نشته.

نوموړي د هلمند د پوهنې د بهير په اړه وويل چې د ٣٨٧ ښوونځيو له ډلې ١٢٩ ښوونځي تړلي دي چې ډېرى يې په شمالي ولسواليو کې دي، په پرانيستو ښوونځيو کې ٢٢٣ زره او ٧٦١ زده کوونکي زده کړې کوي چې څه له پاسه ٦١زره يې نجونې دي.

والي د روغتيايي اسانتياوو په اړه وويل چې په دې ولايت کې د دوو روغتونونو په ګډون ٧٨ روغتيايي مرکزونه لري چې د اوسني نفوس ٣٠ سلنه تر پوښښ لاندې نيسي چې په دې برخه کې خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي د کرنې په برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کول او ويې ويل، د دې ولايت اوسېدونکي سړو خونو، د کانالونو او بندونو د جوړولو او نورو اسانتياوو غوښتنه وکړه.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک باوډن:

د واليانو تر څرګندونو او ويناوو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک باوډن خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغې غونډې موخه دا ده، څو د ملګرو ملتونو او نورې مرستندويه ادارې په دې پوه شي چې دلته شرايط څنګه دي او څنګه کولاى شي له سيمه ييزو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

ده يادونه وکړه چې دلته يادې شوې ستونزې او غوښتنې به هم په کابل او هم له هېواده بهر له مرستندويه ادارو سره شريکوي.

خو ده وويل چې د ملګرو ملتونو اداره به له بې ځايه شوو بې وزلو کورنيو سره مرستې وکړي او دغه راز د جګړې د ټپيانو د لېږد په برخه کې به د ترانسپورتي وسايلو د چمتو کولو لپاره هڅې وکړي.

د دې تر څنګ نوموړي يادونه وکړه چې ملګري ملتونه به له سيمه ييزو ادارو سره په اقتصادي وده، خدماتو، د حقوقو د تامين او قانون د پلي کولو په برخه کې هم مرستې وکړي او له دوى سره به په ګډه کار وکړي.

باوډن دغه راز وويل چې د واليانو له خوا يې د هر ولايت ستونزې او اړتياوې په ليکلې بڼه تر لاسه کړي، د هغوى اداره به دغه غوښتنې څېړي او وروسته به پرېکړه کوي چې په کومو برخو کې مرستې کولاى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست