ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د څلورو ولسواليو ښوونکو ته ښارګوټی جوړېږي

د خوست د څلورو ولسواليو ښوونکو ته ښارګوټی جوړېږي

author avatar
12 May 2016 - 15:20
د خوست د څلورو ولسواليو ښوونکو ته ښارګوټی جوړېږي
author avatar
12 May 2016 - 15:20

خوست ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د ملي يووالي حکومت ژمن دی، ټولې هغه ځمکې چې د ښوونکو په ښارګوټو پورې اړوند دي، له غاصبینو را وګرځوي.

دغه څرګندونې د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار قمرالدين شينواري د غويي په ٢٣مه په خوست ولايت کې هغې غونډې ته وکړې چې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو د ښوونکو لپاره د يوه ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په موخه جوړه شوې وه.

قمرالدين شينواري وويل چې د ملي يووالي حکومت په تېر يونيم کال کې د خوست په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې هغه ځمکې چې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره بېلې شوې، زياتره يې له غصب څخه خلاصې کړې دي.

شينواري زياته کړه چې په دې برخه کې د دوی مبارزه جدي ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښوونکو د ښارګوټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

هغه وويل: ((نه يواځې په خوست کې، بلکې د هېواد په کچه د ولسمشر له هدايت سره سم يو باصلاحيته پلاوی ګومارل شوی دی چې د غصب پروسه په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول د ښوونکو د ښارګوټو په اړوند ورته د پای ټکی کېښودل شي.))

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار يادې غونډې ته وويل چې د ښوونکو ياد ښارګوټی د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالی اړوند د شمبوات په سيمه کې پر سل جريبه ځمکه جوړيږي.

نوموړي وويل چې په دغه ښارګوټي کې به ۲۲۵ تنو هغو ښوونکو ته د استوګنې يوه يوه نومره ورکړل شي چې د خدمت موده يې تر نورو ډېره وي.

هغه زياته کړه: ((په دغه ښارګوټي کې ۲۲۵ نومرې دي، د څلورو ولسواليو اسمعيل خېل مندوزي، نادرشاه کوټ، دوه منده او د سپېرې ولسوالۍ ښوونکو ته په کې نومرې ورکول کېږي.))

د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالی اړوند د محمدصديق روهي لېسې يو ښوونکی عزيزالله سنګين وايي چې د يادې ولسوالی زياتره ښوونکي په کرايي کورونو کې اوسېږي او له دې وروسته به يې د کور د سرپناه ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.