منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست د څلورو ولسواليو ښوونکو ته ښارګوټی جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د ملي يووالي حکومت ژمن دی، ټولې هغه ځمکې چې د ښوونکو په ښارګوټو پورې اړوند دي، له غاصبینو را وګرځوي.

دغه څرګندونې د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار قمرالدين شينواري د غويي په ٢٣مه په خوست ولايت کې هغې غونډې ته وکړې چې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو د ښوونکو لپاره د يوه ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په موخه جوړه شوې وه.

قمرالدين شينواري وويل چې د ملي يووالي حکومت په تېر يونيم کال کې د خوست په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې هغه ځمکې چې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره بېلې شوې، زياتره يې له غصب څخه خلاصې کړې دي.

شينواري زياته کړه چې په دې برخه کې د دوی مبارزه جدي ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښوونکو د ښارګوټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

هغه وويل: ((نه يواځې په خوست کې، بلکې د هېواد په کچه د ولسمشر له هدايت سره سم يو باصلاحيته پلاوی ګومارل شوی دی چې د غصب پروسه په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول د ښوونکو د ښارګوټو په اړوند ورته د پای ټکی کېښودل شي.))

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار يادې غونډې ته وويل چې د ښوونکو ياد ښارګوټی د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالی اړوند د شمبوات په سيمه کې پر سل جريبه ځمکه جوړيږي.

نوموړي وويل چې په دغه ښارګوټي کې به ۲۲۵ تنو هغو ښوونکو ته د استوګنې يوه يوه نومره ورکړل شي چې د خدمت موده يې تر نورو ډېره وي.

هغه زياته کړه: ((په دغه ښارګوټي کې ۲۲۵ نومرې دي، د څلورو ولسواليو اسمعيل خېل مندوزي، نادرشاه کوټ، دوه منده او د سپېرې ولسوالۍ ښوونکو ته په کې نومرې ورکول کېږي.))

د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالی اړوند د محمدصديق روهي لېسې يو ښوونکی عزيزالله سنګين وايي چې د يادې ولسوالی زياتره ښوونکي په کرايي کورونو کې اوسېږي او له دې وروسته به يې د کور د سرپناه ستونزه هواره شي.

هغه وويل: ((۴۲ کاله کېږي چې زه ښوونکی يم، خو خپل کور نه لرم، اوس په کرايي کور کې اوسېږي او د هغې کرايه هم لوړه ده، زما په شان ډېر ښوونکي له سخت حالت سره مخ دي.))

د نادرشاه کوټ ولسوالی د شمبوات لېسې يوه ښوونکي مير قديم بيا وويل چې په دې سره به ښوونکي خپلو دندو ته پاملرنه نوره هم زياته کړي او زده کوونکو ته به په ښه ډول تدريس وکړي.

ده زياته کړه‌: ((هغه ښوونکي چې په دې پروژه کې سهم لري، ډېر خوښ دي او موږ مقاماتو ته ډاډ ورکوو چې د دې لږې تسلی له برکته به موږ خپلې دندې لکه څرنګه چې مو مخکې اجرا کړې دي، له دې وروسته به په ښه ډول دوام ورکړو.))

دا مهال د خوست ښار شمال لور ته د ورغه کلي په سيمه کې او همداراز په تڼيو ولسوالۍ کې د ښوونکو د دوو ښارګوټو د جوړونې چارې روانې دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي هغه مهال په خپلو خبرو کې ويلي وو چې په يادو دوو ښارګوټو کې به سلګونه تنه هغه ښوونکو ته چې د عمر ډېره برخه يې په تدريس تېره کړې، د استوګنې يوه يوه نومره ورکړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه