ښرنه (پژواک، ٢٣ غويی ٩٥): د پکتيکا د ګمرک مشر وايي چې سږ يې د تېر کال په پرتله د عوايدو کچه څو برابره لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د پکتيکا د ګمرک رییس سيد سعد ملوک د غويي په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وايي چې تېر کال د ماليې وزارت له لوري دوى ته ١٦٠ ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوی خو سږ کال دغه هدف ٣٨٧ ميليونه دى.
دى وايي چې تېر کال یې په لومړيو څلورو مياشتو کې ٥١ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو خو د سږ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يې د عوايدو کچه ٧٥ ميليونه افغانۍ ده.
هغه د عوايدو د لوړوالي د لاملونو په اړه وويل: ((زموږ د عوايدو د لوړوالي يو عمده عامل دا دى چې د انګور اډې په سيمه کې موږ د ګمرک يوه نوې څانګه جوړه کړې او بله مهمه خبره دا ده چې د انګور اډې په سيمه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تړل شوې لاره هم بېرته خلاصه شوې ده.))
ده وويل چې د فرعې لارو بندول او په ګمرکي چارو کې د مسلکي کسانو ګومارل يې هم د عوايدو پر لوړوالي مثبت اغېز کړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د وري په مياشت کې يې يواځې د انګور اډې له ګمرک څخه يو ميليون افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.
ملوک وايي: ((په ګمرک کې مې د کمېشن کارانو، زورواکو او د اداري فساد مخه هم نيولې ده چې دې هم پر عوايدو ښه تاثير کړى دى.))
خو هغه وويل چې لويه ستونزه يې د ګمرک لپاره د ودانۍ نه شتون دى.
ده زياته کړه: ((موږ د ګمرک لپاره خپله ودانۍ نه لرو، دغه کار لږ زموږ کارونه غير منظم او له ځنډ سره مخ کړي دي.))
ده وويل چې په تېرو څو مياشتو کې يې يو شمېر قميتي ډبرې، مالګه او ځيني نور توکي چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل، نيولي دي خو د ځاى د نه شتون له امله دغه توکي اوس د له منځه تلو په حال کې دي.
هغه وايي چې له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کړې تر څو ټولې قاچاقي لارې د موټر چلوونکو پر وړاندې وتړي.
login or register a new account.