کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د ملي امنيت عمومي رياست په هرات ولايت کې د تښتوونکو د يوې ١٦ کسيزې خطرناکې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
د يادې ادارې له خوا د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې ډلې له اتو مياشو راهيسې د غلام فاروق مشهور په عبدالغفار، لعل محمد مشهور په ظريف او تاج مير په مشرۍ په هرات ولايت کې د دغه ولايت د اوسېدونکو په تښتونه بوخته وه.
د خبرپاڼې په وينا، نيول شوو تښتوونکو اعتراف کړى چې په تېرو اتو مياشتو کې يې لس کسان برمته کړي او د خوشي کېدو په بدل کې يې له کورنيو زياتې پيښې غوښتې دي.
دوى همدارنګه ويلي چې د تښتول شوو تښتوونکو له ډلې يې درې کسان (عبدالوهاب، عبدالقدير او نذيراحمد ) وژل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تښتوونکو د هرات په اتو سيمو کې د تښتول شوو کسانو د لنډ مهالې لپاره پټنځايونه لرل.
د خبرپاڼې په خبره، د هغوى په نيولو سره به د جرايمو کچه په ځانګړي ډول هرات ښار کې تر يوې چې پورې د پام وړ کمښت ومومي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP