ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د تښتوونکو يوه خطرناکه ډله ونيول شوه

په هرات کې د تښتوونکو يوه خطرناکه ډله ونيول شوه

author avatar
18 May 2016 - 15:57
په هرات کې د تښتوونکو يوه خطرناکه ډله ونيول شوه
author avatar
18 May 2016 - 15:57

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د ملي امنيت عمومي رياست په هرات ولايت کې د تښتوونکو د  يوې ١٦ کسيزې خطرناکې ډلې د نيولو خبر ورکړ.

د يادې ادارې له خوا د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې ډلې له اتو مياشو راهيسې د غلام فاروق مشهور په عبدالغفار، لعل محمد مشهور په ظريف او تاج مير په مشرۍ په هرات ولايت کې د دغه ولايت د اوسېدونکو په تښتونه بوخته وه.

د خبرپاڼې په وينا، نيول شوو تښتوونکو اعتراف کړى چې په تېرو اتو مياشتو کې يې لس کسان برمته کړي او د خوشي کېدو په بدل کې يې له کورنيو زياتې پيښې غوښتې دي.

دوى همدارنګه ويلي چې د تښتول  شوو تښتوونکو له ډلې يې درې کسان (عبدالوهاب، عبدالقدير او نذيراحمد ) وژل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تښتوونکو د هرات په اتو سيمو کې د تښتول شوو کسانو د لنډ مهالې  لپاره پټنځايونه لرل.

د خبرپاڼې په خبره، د هغوى په نيولو سره به د جرايمو کچه په ځانګړي ډول هرات ښار کې تر يوې چې پورې د پام وړ کمښت ومومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.