ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه

په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
18 May 2016 - 15:21
په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
18 May 2016 - 15:21

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه په کابل کې جوړې شوې ناسته کې د يادو ځواکونو کړنې وستايل شوې او چارواکو ويل چې د ولس ملاتړ د دغو ځواکونو د بريا ستر لامل دى.

د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې نن په کابل کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه "د بنسټ پالنې د مبارزې په برخه کې د امنيتي ځواکونو او ټولنې د اړيکو د پياوړتيا" تر نوم لاندې ناسته جوړه کړې وه.

د يادې موسسې مشر ادريس زمان وويل: "زموږ سرتېري قرباني ورکوي، د هېواد د دښمنانو پر وړاندې شپه ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او مبارزې کوي؛ نو موږ ته په کار ده او ان پر موږ فرض ده چې د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړو."

دی زياتوي چې امنيتي ځواکونه د هېواد په سختو شرايطو او لږو امکاناتو له خپلې خاورې او خپلو خلکو دفاع کوي نو ولس ته اړينه ده چې په يو غږ له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، په ټوليز ډول امنيتي ځواکونو د روانو "شفق" عملياتو پر مهال د دولت وسله وال مخالفين ځپلي او له ماتې سره يې مخ کړي چې دغه کار يې د ستايلو وړ ده.

زمان امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل: "تاسو د يواځېتوب احساس ونه کړئ، موږ له تاسو سره يو؛ له تاسو ملاتړ کوو؛ زموږ ملي قهرمانان تاسې ياست."

هغه وويل چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له افغانستان څخه ساتنه کوي او د "افراطيت" پر وړاندې مبارزه کوي.

ده زياته کړه: "تاوتريخجنه بنسټ پالنه (افراطيت) په اسلام کې نشته، او لامل يې د اسلام له سپېڅلي دين نه د پوهاوي د کچې ټيټوالی او له دين نه سوء تعبير دى، او هغه وخت يې مخه نيول کيږي چې موږ ټول په يو غږ له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځای د دې ناوړه پدېدې پر وړاندې مبارزه وکړو."

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل هم په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د بنسټ پالنې او ترهګريزو بريدونو د مخنيوي په موخه دې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

هغې وويل: "له يو امنيتي ګواښ نه د ځواکونو خبرول له هغوی څخه د ملاتړ په معنا دی، زموږ پوځيان د امکان تر برېده له مادي امکاناتو برخمن دي، خو د دې اړتيا ليدل کېږي چې له يادو ځواکونو معنوي ملاتړ هم وشي."

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو او عامه اړيکو مرستيال بريد جنرال حبيب الرحمن افضل د افغان امنيتي ځواکونو په استازيتوب د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ له موسسې مننه وکړه او ويې ويل چې افغان ځواکونه د خلکو له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دي.

هغه وويل: "ملي پوځ د خلکو له منځ نه راولاړ شوي پوځ دى، ستاسو بچي؛ ستاسو په خدمت کې دي او ستاسو ملاتړ ته ډېره اړتيا لري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.