ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه

په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
18 May 2016 - 15:21
په کابل کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
18 May 2016 - 15:21

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه په کابل کې جوړې شوې ناسته کې د يادو ځواکونو کړنې وستايل شوې او چارواکو ويل چې د ولس ملاتړ د دغو ځواکونو د بريا ستر لامل دى.

د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې نن په کابل کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه “د بنسټ پالنې د مبارزې په برخه کې د امنيتي ځواکونو او ټولنې د اړيکو د پياوړتيا” تر نوم لاندې ناسته جوړه کړې وه.

د يادې موسسې مشر ادريس زمان وويل: “زموږ سرتېري قرباني ورکوي، د هېواد د دښمنانو پر وړاندې شپه ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او مبارزې کوي؛ نو موږ ته په کار ده او ان پر موږ فرض ده چې د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړو.”

دی زياتوي چې امنيتي ځواکونه د هېواد په سختو شرايطو او لږو امکاناتو له خپلې خاورې او خپلو خلکو دفاع کوي نو ولس ته اړينه ده چې په يو غږ له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، په ټوليز ډول امنيتي ځواکونو د روانو “شفق” عملياتو پر مهال د دولت وسله وال مخالفين ځپلي او له ماتې سره يې مخ کړي چې دغه کار يې د ستايلو وړ ده.

زمان امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل: “تاسو د يواځېتوب احساس ونه کړئ، موږ له تاسو سره يو؛ له تاسو ملاتړ کوو؛ زموږ ملي قهرمانان تاسې ياست.”

هغه وويل چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له افغانستان څخه ساتنه کوي او د “افراطيت” پر وړاندې مبارزه کوي.

ده زياته کړه: “تاوتريخجنه بنسټ پالنه (افراطيت) په اسلام کې نشته، او لامل يې د اسلام له سپېڅلي دين نه د پوهاوي د کچې ټيټوالی او له دين نه سوء تعبير دى، او هغه وخت يې مخه نيول کيږي چې موږ ټول په يو غږ له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځای د دې ناوړه پدېدې پر وړاندې مبارزه وکړو.”

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل هم په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د بنسټ پالنې او ترهګريزو بريدونو د مخنيوي په موخه دې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

هغې وويل: “له يو امنيتي ګواښ نه د ځواکونو خبرول له هغوی څخه د ملاتړ په معنا دی، زموږ پوځيان د امکان تر برېده له مادي امکاناتو برخمن دي، خو د دې اړتيا ليدل کېږي چې له يادو ځواکونو معنوي ملاتړ هم وشي.”

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو او عامه اړيکو مرستيال بريد جنرال حبيب الرحمن افضل د افغان امنيتي ځواکونو په استازيتوب د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ له موسسې مننه وکړه او ويې ويل چې افغان ځواکونه د خلکو له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دي.

هغه وويل: “ملي پوځ د خلکو له منځ نه راولاړ شوي پوځ دى، ستاسو بچي؛ ستاسو په خدمت کې دي او ستاسو ملاتړ ته ډېره اړتيا لري.”

دی زياتوي، د امنيتي ځواکونو برياليتوب د ولس په ملاتړ کې نغښتی او چېرته چې ولس او خلک له خپلو ځواکونو ملاتړ کوي هلته دښمن نفوذ نه شي کولای.

افضل وويل چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ساتل د امنيتي او دفاعي ځواکونو اصلي دنده ده او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د اوپراسيون مشر مل پاسوال اسدالله نظامي په ټوليز ډول د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او ويې ويل:”موږ که هر څومره وسلې، مهمات او نظامي تجهيزات ولرو تر هغه وخته نه بريالي کېږو تر څو د خپل ولس او خپلو خلکو ملاتړ له ځانه سره ونه لرو.”

دی زياتوي، له دې سره سره چې ګاونډيو هېوادونه د افغانستان پر وړاندې د ګاونډيتوب د سياست پر ځای پوځي سياست غوره کړی خو دا بايد هېر نه کړي چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې هر ښکېلاکګر ځواک په ګونډو کړی دی.

مولوي عبدالخبير د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ د هغوی مبارزه برحقه وبلله او ويې ويل:” هر هغه څوک چې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي له اسلام څخه بې خبره دي او له افراط نه کار اخلي.”

هغه زياته کړه چې بنسټ پالنه په اسلام کې ځای نه لري او اسلام د اعتدال او سولې دين دی.

دی وايي: “د افغان امنيتي ځواکونو مبارزه برحقه مبازره ده، د هېواد او ملي نواميسو د ساتنې جګړه ده؛ هر هغه څوک چې د دوی پر وړاندې جګړه کوي ياغيان دي او جګړه يې هېڅ ديني توجېه نه لري.”

مدني فعال او د نننۍ ناستې بل ويناوال عبدالعزيز فيضي وويل دا چې په هېواد کې په نسبي ډول امنيت ټينګ دي، دا د هغو سرتېرو او ځوانانو د قربانيو پايله ده چې په ډېرو سختو شرايطو کې له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.

هغه زياته کړه، دا چې افغان سرتېري قرباني ورکوي او له خپلې خاروې او خلکو دفاع کوي، نو اړتيا ده چې د خپلو ملي ځواکونو د روحيې او مورال د لوړولو په موخه د هغوی د قربانيو يادونه او درناوی وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.