Language

شمسي: خلک دې خپل اولادونه د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته نه لېږي

کندهار (پژواک ٣٠ غويى ٩٥): د کندهار مرستيال والي د ديني عالمانو او مخورو په يوه غونډه کې وويل چې خلک دې خپل اولادونه د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته نه لېږي، ځکه هلته د دين پر ځاى ترهګري او افراطيت زده کوي.

دغه غونډه نن د غويي په ٣٠مه د کندهار ښار په قصر پاريس سالون کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې وه چې په کې سلګونو ديني عالمانو، مخورو او ځوانانو ګډون کړى وو.

غونډې ته د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل، دا د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ديني عالمانو او مخورو ديني وجيبه ده چې د هېواد د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د غوره امنيت او ثبات راوستلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه په ډېرو سختو شرايطو کې د هېواد او خلکو ساتنه کوي او د خپلو قربانيو په پايله کې يې دا موقع برابره کړې، چې خلک د خپل ورځني ژوند چارې په عادي بڼه د امن په فضا کې تر سره کړي.

ده له ديني عالمانو او مخورو وغوښتل چې د خپل ديني او هېوادني مسووليت له مخې د سولې او ثبات په راوستو کې نور هم اغېزناک رول ولوبوي او د خلکو د ذهنيتونو د روښانه کولو لپاره کار وکړي.

نوموړي يادونه وکړه چې ولسي مشران دې په خپلو خپلو سيمو کې وسله والو ډلو او نورو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي او هغوى ته دې پوهاوى ورکړي چې روانه جګړه هېڅ راز ديني مشروعيت نه لري.

هغه ټينګار وکړ چې ديني عالمان او مخور دې د دې تر څنګ دغلته د علم او پوهې د رڼا د خپرولو لپاره په پراخه کچه کار وکړي، څو خلک اړ نه شي خپل اولادونه د ديني د زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږي.

ده وويل: ((خلک دې خپل اولادونه د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته نه لېږي، ځکه هلته د دين پر ځاى ترهګري او افراطيت زده کوي.))

نوموړي د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو د نهايي کېدو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، دغه اقدام د ولسمشر هغه ژمنتيا او اراده په اثبات رسوي چې له خلکو سره يې د سولې راوستلو په برخه کې کړې وه.

هغه دا د سولې په لار کې يو ارزښتمن ګام وګاڼه او هيله يې وښودله چې نورو ته به هم د سولې خبرو ته د حاضرېدو لار هواره کړي.

د کندهار د علماوو شورا مشر مولوي عبيدالله فيضاني وويل، افغانستان يو اسلامي هېواد دى او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو پر ضد د جګړې يوه فتوا هم شرعي بنسټ نه لري.

هغه زياته کړه، ديني عالمان، قومي مشران او ټول ولس مکلف دى چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي او د هغو ډلو پر ضد يې ملا وتړي چې هېواد ورانوي، خلک وژني او ناامني جوړوي.

login or register a new account.

Related Topics