تالقان (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې د سولې له شورا سره يو شمېر يو ځاى شوي طالبان د امتيازاتو له اخيستو وروسته بېرته له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان پاسوال نورمحمد حکیمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي طالبان، د امتيازاتو له اخيستو وروسته بېرته له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
د هغه په وينا، د دغه ډول کسانو شمېر چې لسګونو ته رسېږي اوسمهال له امنيتي ځواکونو سره په درقد، خواجه غار او ځينو نورو سيمو کې پر جګړه بوخت دي.
قوماندان وايي: ((دوی د دولت له خوا تشویق شول چې وسلې په ځمکه کېږدي او سوله ییز ژوند غوره کړي، خو له راتګه او له امتیاز اخیستو وروسته بېرته طالبان شوي او زموږ له امنیتي ځواکونو سره جنګېږي چې تېره اونۍ یې څلور کسه په درقد کې ووژل شول.))
نوموړی وايي، کله چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شي او یا يې هم د فعاليت سيمه تنګه شي نو د سولې له بهير سره يو ځاى کېږي خو وخت ته په کتو سره بېرته طالبانو ته ورځي.
دغه راز په تخار کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مامور حسن هم د قوماندان يادې څرګندونې تاييد کړې.
دی زیاتوی: ((زه هم دې شي اندېښمن کړى يم.))
خو دى وايي، له اصولو سره سم هر مخالف وسله وال ته چې د سولې له بهير سره يو ځاى شي، يوه اندازه مياشتنۍ تنخوا ټاکل کېږي او د يوې مودې لپاره د استوګنې ځاى ورکوي.
هغه وايي: ((د سولې عالي شورا له لوري پر وخت موږ ته بوديجه را نه کړل شوه نو ځکه يو شمېر تسليم شوي طالبان د نورو طالبانو له خوا ووژل شول او يو شمېر نور بيا بېرته له طالبانو سره يو ځاى شول.))
دغه راز د درقد ولسوالۍ قومي مشر صديق الله پژواک ته وويل: ((موږ منځګړيتوب وکړ تر څو لسګونه طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شي خو د سولې شورا له لوري پر وخت ورته امتيازات نه دي ورکړل شوي نو ځکه بېرته له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د سولې له پروسې سره يو شمېر يو ځاى شوو طالبانو پژواک ته ويلي وو چې د طالبانو له لوري په مرګ ګواښل شوي خو حکومت يې ملاتړ نه کوي.
login or register a new account.