کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه، ۹۵): د کندهار والي او قومي مشرانو د کورنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال د پوليسو په ليکو کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
هغوى وويل، د امنيت د راوستلو په برخه کې د پوليسو قربانۍ د قدر وړ دي، خو له دې سره په څنګ کې د هغوى بله دنده د خلکو د عزت ساتل، په ټولنه کې نظم راوستل، د قانون نافذول او د عدالت پلي کول دي چې له بده مرغه هغوى په کې پاتې راغلي دي.
د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد چې نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه يې د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر کړى، د امنيتي ځواکونو له مسوولينو سره تر ليدنې وروسته نن مازديګر ناوخته د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د کندهار له والي، ځايي امنيتي چارواکو، قومي مخورو او په ولسي او مشرانو جرګو کې د کندهار د خلکو له استازو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ.
په پيل کې د کندهار يوه مخور څارنوال محمد عيسى خان خبرې وکړې او ويې ويل د امنيت راوستلو په برخه کې د پوليسو قربانۍ د ډېرې قدرونې وړ دي، خو د رهبرۍ په برخه کې يې ځينې ستونزې شته.
ده زياته کړه: ((موږ د پوليسو د نيمګړتياوو په اړه خبرې نه شو کولاى، ځکه دوى فکر کوي چې ګواکې موږ يې مخالفت کوو، د پوليسو مشرانو ته په کار ده چې مثبت انتقاد وزغمي او په مخالفت يې وا نه خلي.))
نوموړي غوښتنه وکړه، د پوليسو په ليکو اصلاح ته جدي اړتيا ليدل کېږي، تر هر څه مخکې دې په خپله پوليس په قانون پوه کړاى شي او بيا دې قانون پلى کړي.
ياد شوي قومي مشر ګيله وکړه چې د کورنيو چارو وزارت لپاره ډېر وزيران مقرر شوي، دلته راغلي او ښې خبرې يې کړي خو په عملي ډګر کې يې هيڅ هم نه دي کړي.
د حاجي ولي شاه په نوم يوه قومي مشر بيا غوښتنه وکړه چې د کندهار ښار په امنيتي حوزو او ولسواليو کې دې مسلکي امرين او قومندانان په دندو وګومارل شي.
د حاجي خطيب په نوم ديني عالم وويل، لا هم له خلکو سره د پوليسو رويه مسلکي نه ده او په ډېرو مواردو کې يې د ځورونې سبب کېږي.
هغه زياته کړه: ((پوليس د تالاشۍ پر مهال په ځانګړې توګه له هغو خلکو سره ښه رويه نه کوي چې ږيره او لنګوټه لري، موږ د تالاشي مخالف نه يو، خو لږ تر لږه دې زموږ بې عزتي نه کېږي.))
login or register a new account.