Language

د ځانمرګي بريد قرباني کورنۍ: د مرستو لپاره راڅخه رشوت غوښتل کېږي

مزارشريف (پژواک، ٨غبرګولى ۹۵): د بلخ پر څارنوالۍ د ډله ييز ځانمرګي بريد د يوه قرباني کورنۍ وايي چې تر اوسه يې دولتي مرسته نه ده ترلاسه کړې او اړونده اداره ترې رشوت غواړي.

د تېرکال د وري په ۲۰مه، دبلخ په مرکز مزارشريف ښارکې داستيناف څارنوالۍ پر رياست اووه ساعته ډله ييز بريدکې۲۱تنه ووژل شول او۷۶ نور ټپيان شوي وو.

سربېره پر دې، د څارنوالۍ ودانۍ ته د اوښتي زيان له امله د څارنوالۍ ټول دېوان او ارشيف له منځه تللی و .

د پېښې د قربانيانو کورنۍ او د بلخ ولايتي شورا غړي سربېره پر دې چې د څارنوالۍ د پېښې په تړاو په شويو څېړنو کې پوليس ملامتوي، تر څنګ يې له يادې پېښې د قربانيو له کورنيو سره شوې مرستې هم د نشت برابر ګڼي.

د دغه ولايت امنيتي مسوولين بيا وايي چې د يادې پېښې په تړاو يو پوليس د وظيفوي غفلت له امله نيول شوی؛ خو د پېښې د ټولو اړخونو سپړنه لا هم روانه ده.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۶۵کلن عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر څارنوالۍ د بريد په پېښه کې يې ۳۸کلن زوى عبدالقيوم وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه  چې زوی يې په بلخ ولايت کې د ځانګړو پوليسو د قطعې يو افسر و.

هغه د خپل زوی د وژل کېدو په تړاو د دولت لخوا د ۱۰۰  زره افغانۍ مرستې د رسېدنې له امله خوښي څرګنده کړه؛ خو زياته يې کړه چې په ورته پېښو کې دغه ډول مرستې د نشت برابر  وي.

عبدالمنان وويل: ((زه مې اوس له خپلې ۵۵ کلنې مېرمن سره د خپلو شپږو لمسيانو سرپرست يم، چې له لاسه مې هېڅ هم نه راځي.))

نوموړي زياته کړه چې مشر لمسی يې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره د بل مرستې ته اړتيا لري.

هغه وايي چې د خپل زوی په دنده يې فخر کاوه؛ خو اوس له دولته ګيله من دی چې ولې يې د کورنۍ په سمه توګه پوښتنه نه کوي.

عبدالمنان د پېښې په تړاو د کمزورې او ټکنۍ څېړنې له امله د بلخ پوليس ګرم وبلل او د تحقيقاتو د پوره کېدو غوښتنه يې وکړه.

login or register a new account.