مزارشريف (پژواک، ٨غبرګولى ۹۵): د بلخ پر څارنوالۍ د ډله ييز ځانمرګي بريد د يوه قرباني کورنۍ وايي چې تر اوسه يې دولتي مرسته نه ده ترلاسه کړې او اړونده اداره ترې رشوت غواړي.
د تېرکال د وري په ۲۰مه، دبلخ په مرکز مزارشريف ښارکې داستيناف څارنوالۍ پر رياست اووه ساعته ډله ييز بريدکې۲۱تنه ووژل شول او۷۶ نور ټپيان شوي وو.
سربېره پر دې، د څارنوالۍ ودانۍ ته د اوښتي زيان له امله د څارنوالۍ ټول دېوان او ارشيف له منځه تللی و .
د پېښې د قربانيانو کورنۍ او د بلخ ولايتي شورا غړي سربېره پر دې چې د څارنوالۍ د پېښې په تړاو په شويو څېړنو کې پوليس ملامتوي، تر څنګ يې له يادې پېښې د قربانيو له کورنيو سره شوې مرستې هم د نشت برابر ګڼي.
د دغه ولايت امنيتي مسوولين بيا وايي چې د يادې پېښې په تړاو يو پوليس د وظيفوي غفلت له امله نيول شوی؛ خو د پېښې د ټولو اړخونو سپړنه لا هم روانه ده.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۶۵کلن عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر څارنوالۍ د بريد په پېښه کې يې ۳۸کلن زوى عبدالقيوم وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې زوی يې په بلخ ولايت کې د ځانګړو پوليسو د قطعې يو افسر و.
هغه د خپل زوی د وژل کېدو په تړاو د دولت لخوا د ۱۰۰ زره افغانۍ مرستې د رسېدنې له امله خوښي څرګنده کړه؛ خو زياته يې کړه چې په ورته پېښو کې دغه ډول مرستې د نشت برابر وي.
عبدالمنان وويل: ((زه مې اوس له خپلې ۵۵ کلنې مېرمن سره د خپلو شپږو لمسيانو سرپرست يم، چې له لاسه مې هېڅ هم نه راځي.))
نوموړي زياته کړه چې مشر لمسی يې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره د بل مرستې ته اړتيا لري.
هغه وايي چې د خپل زوی په دنده يې فخر کاوه؛ خو اوس له دولته ګيله من دی چې ولې يې د کورنۍ په سمه توګه پوښتنه نه کوي.
عبدالمنان د پېښې په تړاو د کمزورې او ټکنۍ څېړنې له امله د بلخ پوليس ګرم وبلل او د تحقيقاتو د پوره کېدو غوښتنه يې وکړه.
پر څارنوالۍ د بريد د پېښې بل قرباني د مزارشريف ښار د دشت شور سيمې اوسېدونکی ٥٥ کلن معلم يعقوب دی، چې په پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي زوی ٣٣ محمد هارون پژواک خبري اژانس ته وويل: (( د څارنوالۍ په پېښه کې مو د پلار د وژل کېدو له امله يوه افغانۍ هم نه ده تر لاسه کړې.))
هغه وايي چې پلار يې د پېښې په ورځ څارنوالۍ ته د کومې دعوې د حل په موخه ورغلی و، چې د بريد قرباني شو.
محمد هارون وويل، چې دولت ترې د څارنوالۍ په پېښه کې د خپل پلار د وژل کيدو اسناد او شواهد وغوښتل چې ټول يې وړاندې کړل؛ خو بيا هم ورته نغدي مرسته ونه رسېده.
ده زياته کړه: (( په اړونده اداره کې يې راڅخه ٢٠ زره افغانۍ رشوت غوښته، ما ورنه کړ او دا دى درې کاله تېر شول، خو دولتي مرسته يې نه ده راکړې.))
نوموړي په دې هکله دکومې ادارې نوم ياد نه کړ .
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانی هم په ياده پېښه کې ټپي شوی و؛ خو نوموړي پژواک ته د پېښې له قربانيانو سره له شويو مرستو خوښي څرګنده کړه.
دراني وويل، چې په پېښه کې ټپي شوی و، چې له امله يې دولت ورسره ۵۰ زره افغانۍ نغده مرسته وکړه او په نظامي روغتون کې يې په وړيا توګه درملنه هم وشوه.
د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته پر څارنوالۍ د بريد د پېښې د څېړنو په اړه وويل، چې شوې څېړنې د نشت برابر دي.
نوموړي زياته کړه: (( د پوليسو څېړنه يواځې د هغه پيره دار تر نيولو پورې محدوده شوه، چې د څارنوالۍ په دروازه کې يې دنده تر سره کوله.))
د هغه په وينا، پوليسو بايد تر دې دمه د بريد هغه خواوې په پوره توګه راسپړلې وای، چې بريدکوونکي څه ډول مزارشريف ښار او بيا تر څارنوالۍ ورسېدل.
کاکړ همداراز د څارنوالۍ د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرستې هم د نشت برابر وګڼلې.
نوموړي زياته کړه: ((زه باور لرم او معلومات لرم، چې د څارنوالۍ د قربانيانو له هېڅ کورنۍ سره داسې مرسته نه ده شوې، چې د هغوی د ژوند ځينې مشکلات دې هم حل کړای شي.))
خو د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څارنوالۍ د پېښې له ټولو ټپيانو او د وژل شويو له کورنيو سره نغدي مرستې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د مرکزي دولت لخوا د څارنوالۍ په پېښه کې د ۲۱ وژل شويو کسانو د هر يوه کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ او ټپيانو ته يې ۵۰زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د هغه په وينا، د مرکزي دولت پر مرستو سربېره د بلخ والي هم د پېښې قربانيانو سره نغدي مرستې کړې دي.
د بلخ استيناف څارنوالۍ مسوولين وايي چې پر څارنوالۍ د بريد له امله د څارنوالۍ ودانۍ ته پوره زيان اوښتی و او د څارنوالۍ ټول ارشيف له منځه تللی و.
د بلخ څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې مسوولې څارنوال مېرمن فوزيه حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څارنوالۍ د پېښې د بريد په تړاو تر دې دمه يواځې يو کس نيول شوی، چې د څارنوالۍ په دروازه کې پيردار و.
نوموړې زياته کړه چې له دې وړاندې د څارنوالۍ په دوسيه کې د پوليسو لخوا کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.
د هغې په وينا،پر څارنوالۍ د بريد له امله نه يواځې ملکي مرګ ژوبله واوښته، بلکې د څارنوالۍ ودانۍ ته د اوښتي زيان له امله د دوی چارې ټکنۍ شوې دي.
مېرمن حميدي وويل، له پېښې وروسته تر يوې مياشتې پورې د څارنوالۍ چارې په ټپه ولاړې وې. نوموړې همداراز وويل: ((د څارنوالۍ نږدې ټول ارشيف سوځېدلی او فرنيجر يې له منځه تللی دی.))
د هغه په وينا، دم ګړۍ د څارنوالۍ چارې د بلخ امنيه قوماندانۍ په پخوانۍ ودانۍ کې پر مخ وړل کېږي .
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې پر استېناف څارنوالۍ د بريد مسووليت وسله والو طالبانو اخيستې و.
خو نوموړي زياته کړه چې د څارنوالۍ تر دروازې پورې د بريدګرو په رسولو کې حتما د ځينو جنايتکارانو لاس وو.
د هغه په وينا، د دوی څېړنو ښودلې چې د يادې پېښې پلان له هېواد څخه بهر جوړ او د طالب بريدګرو لخوا د ځايي جنايتکارونو په ملتيا تر سره شوی وو.
قادري وويل: ((د پېښې په تړاو تر دې دمه يواځې د څارنوالۍ په دروازه کې دنده لرونکی پوليس د وظيفوي غفلت له امله نيول شوی دی.))
نوموړي زياته کړه چې د دوی څېړنې د هغو کسانو په تړاو لا هم روانې دي چې تر څارنوالۍ د بريدوګرو په رسولو کې يې لاس درلود.
هغه وايي چې د ځينو پېښو څېړنه اوږدې مودې ته اړتيا لري؛ خو دا به په دې مانا نه وي چې دغه څېړنه به پای نه مومي.
قادري ژمنه وکړه چې ډېر ژر به پر څارنوالۍ د بريدګرو د رسولو په اړخ کې لاس لرونکي ټول کسان ونيول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










